قلعه نو (پژواک، ٦ وږی ٩٧): د بادغيس د والي ویاند وايي چې د دغه ولایت د ابکمري ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال په ګډون په فاریاب کې د دولتي ځواکونو د هوايي برید له امله ۲۳ بادغيسي وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د بادغيس د والي ویاند جمشېد شهباني وویل چې د بادغيس اوسېدونکي یاد ۲۳ طالبان تېر مازدیګر د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، په وژل شوو کسانو کې د ابکمرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا عصمت الله او د دغه ډلې درې نور مشران( ملاسردار، ملاحیات الله او ملا نعیمي) هم شامل دي.
د هغه په خبره، د بادغيس د طالبانو یاده ډله د ملي اردو پر یو مرکز د برید لپاره غورماچ ولسوالۍ ته چې د بادغيس ولایت له بالامرغاب او جوند ولسوالیو سره ګډه پوله لري، تللي وو.
خو وسله والو طالبانو ویلي چې تېر مازدیګر په غورماچ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو یو مرکز ته نږدې هوايي برید کې یوه نجلۍ وژل شوې او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د فاریاب په چهارشنبې، چهلګزي او چيچکتوی سیمو کې د دولتي ځواکونو پر کاروان د طالبانو د برید له امله د دغو ځواکونو څو موټر سوځېدلي، لسګونه سرتېري وژل شوي او ټپيان دي او ۱۴ نور سرتېري طالبانو ژوندي نیولي دي.
دغه راز طالبانو په خپله رسمي پاڼه کې په قیصار ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې د خپلو ۱۰ کسانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن