لومړى تعقيب-لښکرګاه(پژواک، ٢٢وږى ٩٧): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د چسپکي ماين د چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه د لښکرګاه په سولې چوک کې د ملکي خلکو پر يوه موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه.
هغه وايي چې په دغه پېښه کې په موټر کې ناست درې تنه ټپيان شوي او نور چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ده وويل چې د دغې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
دغه راز په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکو پژواک ته وويل چې له دغې پېښې څخه درې تنه ټپي کسان دوى ته انتقال شوي دي.
خو په هلمند کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دغه پېښه کې يو پوليس هم وژل شوى دى.
هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن