ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : طالبان د کاپيسا له تګاب څخه د نورو سيمو وسله وال  باسي

چارواکي : طالبان د کاپيسا له تګاب څخه د نورو سيمو وسله وال باسي

author avatar
21 Sep 2018 - 11:07
چارواکي : طالبان د کاپيسا له تګاب څخه د نورو سيمو وسله وال  باسي
author avatar
21 Sep 2018 - 11:07

محمود راقي (پژواک، ٣٠ وږى ٩٧) : د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي  چې هلته د طالبانو ترمنځ  له خپلمنځي اختلافاتو وروسته پرېکړه شوې چې د نورو سيمو وسله وال له تګاب څخه  وباسي.

د تګاب امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو ترمنځ اختلافات زيات شوي دي.

هغه زياته کړه، د همدې اختلافاتو له امله په سيمه کې طالبانو پرېکړه کړې چې ټول هغه بهرني وسله وال چې  له نورو هېوادونو يا نورو ولايتونو څخه  راغلي او په تګاب کې فعالیت لري بايد دا سيمه پرېږدي.

سرچينه وايي، که دغه بهرني طالبان غواړي چې په تګاب کې پاتې شي، نو بايد د سيمې يو تن اوسېدونکى يې ضمانت وکړي.

د تګاب امنيه قوماندان زياتوي، په سیمه کې دوی په بهرنیو وسله والو خپل باور کم کړی او په تېره اوونۍ کې وسله والو خپل قوماندانان او ځينې کسان هم د جاسوسۍ په تور وژلي دي.

ساپي وويل، بهرني وسله وال په سیمه کې له خلکو سره سم چلند هم نه کوي او د سیمې خلک ترې هم په تنګ دي.

امنيه قوماندان تاييدوي چې په تګاب کې د افغانستان له نورو سیمو سربېره، پاکستاني، تاجکستاني، د عربي او نورو هېوادونو وسله وال هم فعالیت لري او مهمې پرېکړې او عملي کېدنه د دوی له خوا ترسره کېږي.

نوموړی زياتوي، په دې وروستيو کې په تګاب کې د وسله والو والي او دوه ولسوالان هم د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوي.

د هغه په وينا، تر دې پېښو وروسته وسله والو خپل يو شمېر کسان د جاسوسانو په تور وژلي او يو شمېر يې نادرکه شوي دي.

د تګاب د شينکۍ سیمې مشر حاجی ګل اغا ساپي پژواک ته وویل  چې اوسمهال د وسله والو په سیمه کې داسې اوازې دي چې دېرش تنه نور وسله وال په لېست کې دي چې په پټه يې له حکومت سره اړيکې وې او ډېر ژر به په ډاکه شي .

د هغه په وينا، له  همدې وېرې يو شمېر وسله وال نورو سيمو ته تښتېدلي دي.

بلخوا د خیر الله په نوم د تګاب د مرکز د سیمې یو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې په جوماتونو کې وسله والو دسیمې خلکو ته دا پرېکړه واروله چې د شپې له اتو بجو وروسته هېڅوک نه شي کولی په سیمه کې تګ راتګ وکړي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.