چاریکار (پژواک، ١١ تله ٩٨): د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې چې مرګ ژوبله نه لري، خو طالبانو په دې پېښه کې د پنځو کسانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.
د بګرام ولسوال سیف الله بېدار وویل، تېره شپه نهه بجې د نصري کلا سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر داسې مهال د سړک غاړې د ماین چاودنه وشوه چې پر ګزمه بوخت وو.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو یوه لېږدوونکې وسیله یې تخریب شوې ده.
د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد وايي چې دغه ماین طالبانو ځای پر ځای کړی و او په دې چاودنه کې د امریکايي ځواکونو یو ټانک ویجاړ او پنځه امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن