کندهار (پژواک، ۱۳ تله ۹۷): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوايي بمبار کې ۴ ملکي وګړي ( درې ښځې او یو ماشوم) وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دغو ملکي وګړو ته هغه مهال مرګ ژوبله اوښتې چې وسله والو پر ولسوالۍ تر برید وروسته د یوه واده په ورا کې ځانونه پټ کړل.
د احمد شاه په نوم د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې د دغې پېښې له ټپيانو سره د کندهار میرویس روغتون ته راغلی، پژواک خبري اژانس ته وویل، بمبار د معروف ولسوالۍ په ابو کلا سیمه کې شوی دی.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۸ ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي چې ټول ملکي وګړي دي او په واده کې یې ګډون کړی و.
دی وايي، په دغه سیمه کې ماښام مهال د واده مراسم روان وو او د واده ګډونوال په ورا روان وو چې بمبار پرې وشو.
پژواک هڅه وکړه چې د پېښې له ټپیانو سره هم خبرې وکړي خو کورنیو یې اجازه ور نه کړه.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرزاق هم مني چې په معروف ولسوالۍ کې په شوي بمبار کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، لسګونو وسله والو طالبانو پر ولسوالۍ برید کړی و، خو کله چې پر هغوی د هوا له لارې برید پیل شو نو د واده په ورا ورګډ شول او ځانونه یې پټ کړل.
دی وايي، د واده د موټرونو په کاروان کې د وسله والو د ورګډېدو پر مهال په هوايي بمبار کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
امنیه قوماندان زیاته کړه چې په بمبار کې ۱۰ تنه وسله وال هم وژل شوي دي.
نوموړي پر دې پېښه خواشیني وښودله او او ویې ویل، وسله وال تل تر بریدونو وروسته د خلکو په کورونو کې پناه اخلي چې له همدې امله کله کله ملکي وګړو ته هم زیان اوړي.
خو ده وویل امنیتي ځواکونو ډېره هڅه وکړه چې ملکي وګړو ته زیان وا نه وړي او ان د وسله والو هغه موټر یې هم په نښه نه کړ چې زیکو یو وسله پرې نصب وه او ملکي وګړي او ماشومان پرې راټول وو.
login or register a new account.