ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني مزار شريف ته  ورسېد

ولسمشر غني مزار شريف ته ورسېد

author avatar
5 Oct 2018 - 10:18
ولسمشر غني مزار شريف ته  ورسېد
author avatar
5 Oct 2018 - 10:18

مزارشریف(پژواک،۱۳تله۹۷):ولسمشر غني د امنيتي وضعيت د څېړلو او د ٣٦٠بستريز روغتون د پرانېستې په موخه د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار ته ورسېد.

د ارګ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو په اساس، ولسمشر غني نن سهار د (تلې په ١٣مه ) د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مزار شريف ښار ته ورسېد.

سرچينې ويلي چې ولسمشر به په دغه دوه ورځني سفر کې د نسايي ولادي او ماشومانو د  ٣٦٠بستريز روغتون  د پرانيستې ترڅنګ ددغه ولايت له بېلابېلو خلکو سره وګوري .

سرچينه وايي چې ولسمشر به د امنيتي او ملکي ادارو له چارواکو، ښځو، قومي مشرانو او مخورو، د پوهنتون او ښوونځيو له استادانو، ځوانانو، د مدني ټولنو له غړو، د ولايتي شورا له غړو، ولسوالانو، د امنيت له مديرانو، سوداګرو، صنعتکارانو او علماوو سره وويني . 

سرچينه وايي چې په دې سفر کې له ولسمشر  سره يې مېرمن هم ملتيا کوي .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.