لښکرګاه (پژواک، ۲۶ تله ۹۷): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت له ١٣ څخه په اتو ولسواليو کې ټاکنې ترسره کېږي چې کلک امنيتي تدابير ورته نيول شوي دي.
ټاکل شوې ده چې سبا نه، بله ورځ له غزني ولايت پرته په نور ټول هېواد کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شي.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق يعقوبي د تلې په ٢٦مه په هلمند کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کېدو په موخه امنيتي ارګانونو کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
ده وويل چې د دغه ولايت له ١٣ ولسواليو په اتو کې ټاکنې ترسره کېږي چې د امنيت د ټينګښت لپاره يې پلانونه جوړ شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په باغران، دېشو، موسى کلا، نوزاد او خانشين ولسواليو ځکه ټاکنې نه کېږي چې کنټرول يې له وسله والو طالبانو سره دى.
قوماندان زياته کړه: ((د لښکرګاه په ګډون په اتو ولسواليو کې ٧٥ ټاکنيز مرکزونه جوړ شوي چې د امنيت د ټينګښت لپاره يې موږ تدابير نيولي دي.))
يعقوبي وايي چې په مارجې، نادعلي او ګرشک ولسواليو کې يو څه امنيتي ګواښونه شته خو د مخنيوي لپاره يې دوى کار کړى دى.
هغه دا هم وويل چې د پوليسو په ګډون که هر څوک په ټاکنو کې د درغلۍ هڅه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
دغه راز په دې خبري غونډه کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال عبدالهادي ترين وويل چې د ټولو ټاکنيزو مرکزونو امنيت دوى خوندي کړى او خلک کولاى شي په ډاډه زړه رايه ورکړي.
ده زياته کړه: ((په ټولو مرکزونو کې امنيتي سرتېري شته او هېڅوک نه شي کولاى چې خلک يو مشخص کانديد ته په رايه ورکولو مجبور کړي.))
همدارنګه په دې ناسته کې د هلمند ولايتي شورا رييس عطالله افغان وويل چې د امنيت د ټينګښت په برخه کې دې خلک هم له امنيتي ارګانونو سره همکاري وکړي.
ده پر امنيتي ځواکونو هم ټينګار وکړ چې د نوماندانو او ناظرينو تر څنګ دې د عامو خلکو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن