کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال په ځینو ولايتونو کې د امنيتي پېښو پر مهال د دولت لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست امنيتي چارواکي وايي، د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي. دغه پېښه نن (د تلې ۲۸مه) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د صبريو ولسوالۍ په خټکي سيمه کې رامنځته شوې ده.
د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيداحمد بابازي پژواک خبري اژانس ته د پېښې د تاييد تر څنګ وويل، ياد وسله وال طالبان په سراچه موټر کې سپاره وو چې تر بريد لاندې راغلل.
ده زياته کړه، د بريد په پايله کې په سراچه کې ناست شپږ واړه طالبان وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللی دی.
د هغه په وينا، له دغو کسانو سره له لرې نښه ويشتونکې وسلې وې او غوښتل يې په ياده ولسوالۍ کې د ټاکنو روانه پروسه ګډوډه کړي.
بلخوا په هرات ولايت کې هم ځايي امنيتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د نښتو پر مهال شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د ګرشک امنيه قوماندان څارن محمد اسماعيل خپلواک وايي، نن غرمه څلور طالبان چې په موټر کې يې هاوان نصب کړی و او غوښتل يې د رايې اچونې پر مرکز بريد وکړي، د بمبار په ترڅ ووژل شول.
بلخوا د بدخشان ولايت امنيتي مسوولين وايي، په ارګوى ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د طالبانو د نظامي مسوول قاري بسم الله په ګډون څلور کسان وژل شوي او څو نور ټپيان شوي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، د عملياتو پر مهال درې وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن