کابل- سمنګان- فراه- بلخ (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): په مرکز او ولایتونو کې یو شمېر رایې ورکوونکي وايي چې د رایې ورکوونکو د لېستونو نه رسېدو، د بایومټریک ماشینونو د نه فعالیت، د ناظرینو د نه شتون او د باور کارتونو نه لرلو له امله په ځينو مرکزونو کې د رایې ورکونې بهیر نه دی پیل شوی.
د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې له مخې د رایې ورکونې بهیر په ټول هېواد کې د سهار په اوو بجو پیل او د مازدیګر تر څلورو بجو دوام لري.
د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په کابل کې د یو شمېر مرکزونو د نه خلاصېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، دا کوچنۍ نیمګړتیاوې نه دي، ستونزې باید ډېر ژر حل شي.
محقق ویلي، په هغو سیمو کې چې د رایې ورکونې مرکزونه تر اوسه تړلي، که ژر تر ژره خلاص نه شي او ضایع شوی وخت د ورځې په پای کې جبران نه شي، خلک د رایې ورکونې له حقه پاتې کېږي او دغه کار د ټاکنو بهیر باور ته زیان رسوي.
د اجرائیه ریاست دویم مرستیال زیاته کړې: ((د ټاکنو کمېسیون ژمنه کړې، هغه مرکزونه چې ناوخته خلاص شوي د ورځې په پای کې جبرانوي، خو موضوع داده چې خلک د رایې ورکونې له مرکزونو څخه تر انتظار وروسته کورونو ته تللي دي او د دوی بیا راوستل ستونزمن دي.))
د مححق په خبره، د رایې ورکونې په ځینو مرکزونو کې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي نه شته او په یو شمېر مرکزونو کې چې کارکوونکي موجود دي د رایو پاڼې او د رایې ورکوونکو لېست نشته او یا هم بایومټریک ماشینونه ستونزه لري.
د کابل ښار د احمدشاه بابا په عبدالرووف بېنوا لېسه کې د ولسي جرګې د نوماند یوه ناظر پژواک خبري اژانس ته وویل، د رایې ورکوونکو د لېست د نه شتون له امله تر اوسه د ټاکنو بهیر نه دی پیل شوی.
د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ ولسوال سراج الدین فطرت سهار شاوخوا ۸ بجې وویل،تر اوسه د یادې ولسوالۍ د دولت اباد سیمې په یوه مرکز کې د رایې ورکوونکو لېست نه شته.
دغه راز د پژواک یو خبریال چې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د خالداري جامع جومات د رایې ورکونې یوه مرکز ته تللي وايي چې دلته د رایې ورکوونکو د لېست د نه موجودیت له امله تر ۸:۳۰ بجو د ټاکنو بهیر نه دی پیل شوی.
د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ د عبدالشکور رشاد لېسې د رایې ورکونې له مرکزه محمد ولي ويلي چې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي له بایومتریک ماشینونو سره نابلد دي.
له بلخ ولایته د پژواک ولایتي خبریال وايي چې د مزارشریف ښار د استقلال لېسې د رایې ورکونې د مرکز په نارینه محل کې د بایومتریک ماشینونو له امله د رایو بهیر نه دی پیل شوی.
د فراه ولایت د ارباب کلا د هلکانو ښوونځي د رایې ورکونې د مرکز رییس غلام سرور پژواک ته وویل، د رایې ورکوونکو لېست دوی ته نه دی رسېدلی نو له امله نه شي کولای د ټاکنو بهیر پیل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن