منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۵ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل او ولایتونو په ځینو مرکزونو کې د تخنیکي ستونزو له امله د ټاکنو بهیر نه دی پیل شوی

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

کابل- سمنګان- فراه- بلخ (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): په مرکز او ولایتونو کې یو شمېر رایې ورکوونکي وايي چې د رایې ورکوونکو د لېستونو نه رسېدو، د بایومټریک ماشینونو د نه فعالیت، د ناظرینو د نه شتون او د باور کارتونو نه لرلو له امله په ځينو مرکزونو کې د رایې ورکونې بهیر نه دی پیل شوی.

د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې له مخې د رایې ورکونې بهیر په ټول هېواد کې د سهار په اوو بجو پیل او د مازدیګر تر څلورو بجو دوام لري.

د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په کابل کې د یو شمېر مرکزونو د نه خلاصېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، دا کوچنۍ نیمګړتیاوې نه دي، ستونزې باید ډېر ژر حل شي.

محقق ویلي، په هغو سیمو کې چې د رایې ورکونې مرکزونه تر اوسه تړلي، که ژر تر ژره خلاص نه شي او ضایع شوی وخت د ورځې په پای کې جبران نه شي، خلک د رایې ورکونې له حقه پاتې کېږي او دغه کار د ټاکنو بهیر باور ته زیان رسوي.

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال زیاته کړې: ((د ټاکنو کمېسیون ژمنه کړې، هغه مرکزونه چې ناوخته خلاص شوي د ورځې په پای کې جبرانوي، خو موضوع داده چې خلک د رایې ورکونې له مرکزونو څخه تر انتظار وروسته کورونو ته تللي دي او د دوی بیا راوستل ستونزمن دي.))

د مححق په خبره، د رایې ورکونې په ځینو مرکزونو کې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي نه شته او په یو شمېر مرکزونو کې چې کارکوونکي موجود دي د رایو پاڼې او د رایې ورکوونکو لېست نشته او یا هم بایومټریک ماشینونه ستونزه لري.

د کابل ښار د احمدشاه بابا په عبدالرووف بېنوا لېسه کې د ولسي جرګې د نوماند یوه ناظر پژواک خبري اژانس ته وویل، د رایې ورکوونکو د لېست د نه شتون له امله تر اوسه د ټاکنو بهیر نه دی پیل شوی.

د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ ولسوال سراج الدین فطرت سهار شاوخوا ۸ بجې وویل،تر اوسه د یادې ولسوالۍ د دولت اباد سیمې په یوه مرکز کې د رایې ورکوونکو لېست نه شته.

دغه راز د پژواک یو خبریال چې د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د خالداري جامع جومات د رایې ورکونې یوه مرکز ته تللي وايي چې دلته د رایې ورکوونکو د لېست د نه موجودیت له امله تر ۸:۳۰ بجو د ټاکنو بهیر نه دی پیل شوی.

د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ د عبدالشکور رشاد لېسې د رایې ورکونې له مرکزه محمد ولي ويلي چې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي له بایومتریک ماشینونو سره نابلد دي.

له بلخ ولایته د پژواک ولایتي خبریال وايي چې د مزارشریف ښار د استقلال لېسې د رایې ورکونې د مرکز په نارینه محل کې د بایومتریک ماشینونو له امله د رایو بهیر نه دی پیل شوی.

د فراه ولایت د ارباب کلا د هلکانو ښوونځي د رایې ورکونې د مرکز رییس غلام سرور پژواک ته وویل، د رایې ورکوونکو لېست دوی ته نه دی رسېدلی نو له امله نه شي کولای د ټاکنو بهیر پیل کړي.

د فراه په باغ پل لېسه کې د یوه نوماندې ناظرې فرشتې هم ویلي چې د بایومتریک ماشینونو د کار نه کولو له امله د رایې ورکونې بهیر نه دی پیل شوی.

بل ناظر شېرمحمد ایوبي وویل، د کابل ښار د پنځمې حوزې د نیازبېک سیمې د حاجي یعقوب جومات د رایې ورکونې په مرکز کې یو شمېر کارکوونکي د کمېسیون کارتونه نه لري او په ځينو محلونو کې کارمندان نشته چې له دې امله د ټاکنو بهیر نه دی پیل شوی.

د هغه په خبره، د رایې ورکونې له پنځو محلونو څخه یوازې په یوه محل کې د رایې ورکونې بهیر پیل شوی دی خو د رایې ورکوونو د ځینو لېستونو د نه رسېدو له امله په دې مرکز کې هم د رایې ورکونې بهیر درېدلی دی.

دغه راز د کابل ښار د اوومې حوزې اوسېدونکي سهراب چې د سهار په اوو بجو د رایې ورکونې لپاره تخنیکم مرکز ته راغلی د اندېښنې په څرګندولو پژواک ته وویل، تر ۹:۳۰ بجو پورې هم دغه مرکز د بایو متریک ماشینونو د ستونزې له امله د رایې ورکونې بهیر نه دی پیل شوی.

د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي تخنیکي ستونزې او د مديریت کمزورتیا مني خو وايي چې ضایع شوی وخت به جبران شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست