کابل ، کندهار (پژواک، ٣٠ تله ٩٧) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت په وړانديز او د و لسمشر په لارښوونه د جنرال رازق ورور تادين خان د کندهار نوى سرپرست امنيه قوماندان وټاکل شو.
جنرال رازق د تلې په ٢٦مه، په ولايت مقام کې تر هغې امنيتي غونډې وروسته د والي د يوه ساتونکي له خوا د ملي امنيت له رييس سره يو ځاى ووژل شو، چې په کې د ناټو قوماندان هم ګډون درلود.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د تلې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت په وړانديز او د ولسمشر په لارښوونه د جنرال رازق ورور تادين خان نن د کندهار د سرپرست امنيه قوماندان په توګه معرفي شو.
بلخوا د ملي امنيت عمومي رييس معصوم ستانکزي نن په کندهار کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د خلکو په ډېر تاکيد او غوښتنه يې ومنله چې د جنرال عبدالرازق ورور تادين خان د هغه ځای ناستی وټاکل شي.
ده زياته کړه، د دې لپاره چې په اوسني امنيتي وضعيت کې خلل را نه شي تادين خان د کندهار د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو.
خو ده يادونه وکړه چې د امنيتي ارګانونو په ليکو کې تکړه او مسلکي منصبداران شته چې له هغه سره به د امنيتي چارو په سمبالښت کې همکاري کوي.
login or register a new account.