کندهار (پژواک، ۴ لړم ۹۷): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۶۶ وسله وال وژل شوي دي.
دغه عملیات د کندهار د مخکیني امنیه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق په ژوند کې پلان شوي وو چې تېره شپه تر سره شول.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د لړم په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ۱۲ بجې د شاولیکوټ ولسوالۍ د ځنګل په سیمه کې عملیات شوي چې د ناټو د غوڅ ماموریت هوايي ځواکونو یې ملاتړ کاوه.
هغه زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې ۵۶ وسله وال وژل شوي چې په نغمونو او سمڅو کې اوسېدل.
دی وايي، په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د وسله والو سمڅې ویجاړې شوي، ۶۱ میله وسله او ۳ موټرونه یې له منځه تللي دي.
ده دغه راز یادونه وکړه چې په وژل شوو وسله والو کې پنجابي او بهرني وسله وال هم شامل دي.
دراني په دې ولسوالۍ کې د یوه بل هوايي برید خبر هم ورکړ چې نن غرمه یوه نیمه بجه شوی او ۱۰ وسله وال په کې وژل شوي دي.
ده وویل، د شاولیکوټ ولسوالۍ په ګرماب سیمه کې یو بایپور موټر چې له وسلو او چاودېدونکو توکو ډک او ۱۰ تنه وسله وال په کې سپاره وو، د تېښتې په حال کې و چې د هوايي ځواک له خوا په نښه شوی.
دی وايي، دغه موټر له برید سره چاودنه کړې او په کې سپاره ۱۰ واړه وسله وال وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
دراني یادونه وکړه چې دغه عملیات د کندهار د مخکیني امنیه قوماندان ستر پاسوال عبدالرازق په ژوند کې پلان شوي وو چې تېره شپه تر سره شول.
امنیه قومندان جنرال عبدالرازق تېره پنجشنبه د تلې په ۲۶مه په کندهار ولایت مقام کې د والي د یوه ساتونکي له خوا د یوه برید په پایله کې د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل سره یو ځای ووژل شو او د والي په ګډون یو شمېر نور ټپيان شول.
login or register a new account.