کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۹۷): سلګونو تنو د کابل د تېرې ورځې بريد کې د وژل شويو درېيو تنو مړي په ژړا، ژړا تر هديرې بدرګه کړل او په هېواد کې يې د سولې د ټينګښت غوښتنه کوله.
تېره ورځ يو شمېر کسانو د کابل ښار په پښتونستان واټ کې لاريون وکړ.
لاريون کوونکو له دولت څخه غوښتل چې د غزني په مالستان او جاغوريو ولسواليو او دغه راز د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريدونو مخه ونيسي.
کله چې لاريون پاى ته ورسېد او لاريون کوونکي د سيمې د پرېښودو په حال کې وو، د کابل ښاروالۍ ودانۍ ته څېرمه ځانمرګى بريد وشو. د بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستى دى.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې شپږ تنه وژل شوي او شل نور ټپيان دي.
خو يو عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته ويلي چې په دغه بريد کې د يو ترافيک پوليس په ګډون اته تنه وژل شوي او د يوبل ترافيک پوليس په ګډون ګڼ شمېر نور کسان ټپيان دي.
په دغه بريد کې د وژل شويو درېيو کسانو(يوه سړي او دوو نجونو) مړي نن د کابل ښار د اميد ښارګوټي په هديره کې خاورو ته وسپارل شول.
د دغو کسانو د تدفين مراسمو ته سلګونه کسان راغلي وو. په دغو مراسمو کې د پروني بريد د قربانيانو د کورنۍ غړو او دوستانو په چيغو، چيغو ژړل.
په دغه بريد کې د وژل شوي محمد اسماعيل بشردوست پلار علي حسن اکبري پژواک ته وويل: "محمد اسماعيل بشردوست تل د استعمار، بې عدالتۍ، ظلم او ناروا پر وړاندې درېدلی و، تر هغه چې خپل ژوند يې هم په همدې لار کې له لاسه ورکړ."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن