Language

” پاکستان کې پر افغان رسنیو بندیز د نړیوالو بشري اصولو خلاف کړنه ده”

کندهار (پژواک، ۲۷ لړم ۹۷): کندهار مېشتو خبریالانو په پاکستان کې پر یو شمېر افغان رسنیو بندیز د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کړنه و بلله او د پاکستان دغه کړنه یې په سختو ټکو وغندله.

خبریالانو له افغان دولت څخه وغوښتل چې د ستونزې د حل لپاره پر پاکستان فشار راوړي او د نه حل په صورت کې د دوی له رسنیو سره هم ورته کړنه وشي.

په دې اړه د سوېل لوېدیځ زون د ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې/نی په دفتر کې غونډه جوړه شوې وه چې د خبریالانو او د رسنیو استازو په کې ګډون کړی و.

وینا والو ویل، په پاکستان کې پر یو شمېر افغان رسنیو په داسې حال کې بندیز لګېدلی چې په هېواد او سیمه کې د سولې خبرو زور اخیستی دی.

په سوېلي زون کې د نی ادارې مسوول سمیع غیرتمل وویل، د بشر حقونو په نړیوال قانون او همدارنګه د افغانستان او پاکستان تر منځ د شوي تفاهم له مخې پر رسنیزو فعالیتونو بندیز له ټاکل شوو اصولو سرغړونه او د ټولو ارزښتونو خلاف کړنه ده.

هغه غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت دې د خبریال وېبپاڼې تر څنګ د افغان ټلوېزیونونو، راډیوګانو، ورځپاڼو او انټرنیټي ويب پاڼو پر خپرونو له بندیز لاس واخلي.

نوموړي په دې برخه کې له افغان حکومت څخه هم وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي او که ستونزه حل نه شوه، نو په افغانستان کې دې هم د پاکستاني رسنیو پر خپرونو بندیز ولګول شي.

په کندهار کې د ژورنالېستانو د خپلواکو ټولنې استازي محمد صادق رښتیني پژواک خبري اژانس ته وویل، په نړۍ کې هر بشر معلوماتو ته د لاسرسي حق لري، په همدې بنسټ په پاکستان کې مېشت خلک او په ځانګړې توګه په ډیورنډ کرښې پورې د تړلیو سیمو اوسېدونکي باید له معلوماتو بې برخې نه شي.

دی وايي، څه موده مخکې په دغه هېواد کې د افغانستان پر یو شمېر ټلوېزیونو د بندیز خبره کېده، خو په دې وروستیو کې یواځې پر خبریال ویبپاڼې د بندیز خبره کېږي.

د کندهار پریس کلب مشر جاوېد تنویر وايي، په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ادارې پر همدې موضوع د پاکستان له رسنیزو بنسټونو سره پر خبرو بوخت دي، څو دغه ستونزه هواره شي.

دی وايي، که ستونزه حل نه شي، نو له حکومت څخه یې غوښتنه داده چې دلته هم د هغوی د رسنیو پر خپرونو بندیز ولګول شي.

که څه هم پاکستاني لوري په دې اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې، خو په هېواد کې د رسنیو د ملاتړ ټولو بنسټونو د دغه هېواد دغه کړنه غندلې ده.

login or register a new account.

Related Topics