کندهار (پژواک، ۲۷ لړم ۹۷): کندهار مېشتو خبریالانو په پاکستان کې پر یو شمېر افغان رسنیو بندیز د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کړنه و بلله او د پاکستان دغه کړنه یې په سختو ټکو وغندله.
خبریالانو له افغان دولت څخه وغوښتل چې د ستونزې د حل لپاره پر پاکستان فشار راوړي او د نه حل په صورت کې د دوی له رسنیو سره هم ورته کړنه وشي.
په دې اړه د سوېل لوېدیځ زون د ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې/نی په دفتر کې غونډه جوړه شوې وه چې د خبریالانو او د رسنیو استازو په کې ګډون کړی و.
وینا والو ویل، په پاکستان کې پر یو شمېر افغان رسنیو په داسې حال کې بندیز لګېدلی چې په هېواد او سیمه کې د سولې خبرو زور اخیستی دی.
په سوېلي زون کې د نی ادارې مسوول سمیع غیرتمل وویل، د بشر حقونو په نړیوال قانون او همدارنګه د افغانستان او پاکستان تر منځ د شوي تفاهم له مخې پر رسنیزو فعالیتونو بندیز له ټاکل شوو اصولو سرغړونه او د ټولو ارزښتونو خلاف کړنه ده.
هغه غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت دې د خبریال وېبپاڼې تر څنګ د افغان ټلوېزیونونو، راډیوګانو، ورځپاڼو او انټرنیټي ويب پاڼو پر خپرونو له بندیز لاس واخلي.
نوموړي په دې برخه کې له افغان حکومت څخه هم وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي او که ستونزه حل نه شوه، نو په افغانستان کې دې هم د پاکستاني رسنیو پر خپرونو بندیز ولګول شي.
په کندهار کې د ژورنالېستانو د خپلواکو ټولنې استازي محمد صادق رښتیني پژواک خبري اژانس ته وویل، په نړۍ کې هر بشر معلوماتو ته د لاسرسي حق لري، په همدې بنسټ په پاکستان کې مېشت خلک او په ځانګړې توګه په ډیورنډ کرښې پورې د تړلیو سیمو اوسېدونکي باید له معلوماتو بې برخې نه شي.
دی وايي، څه موده مخکې په دغه هېواد کې د افغانستان پر یو شمېر ټلوېزیونو د بندیز خبره کېده، خو په دې وروستیو کې یواځې پر خبریال ویبپاڼې د بندیز خبره کېږي.
د کندهار پریس کلب مشر جاوېد تنویر وايي، په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ادارې پر همدې موضوع د پاکستان له رسنیزو بنسټونو سره پر خبرو بوخت دي، څو دغه ستونزه هواره شي.
دی وايي، که ستونزه حل نه شي، نو له حکومت څخه یې غوښتنه داده چې دلته هم د هغوی د رسنیو پر خپرونو بندیز ولګول شي.
که څه هم پاکستاني لوري په دې اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې، خو په هېواد کې د رسنیو د ملاتړ ټولو بنسټونو د دغه هېواد دغه کړنه غندلې ده.
په افغانستان کې د سوېلي اسیا د خپلواکو رسنیو ټولنې/سفما ویلي، پاکستان د بیان پر ازادۍ ترهګریز برید وکړ.
دغې ادارې تر همدې سرلیک لاندې په خپره کړې خبرپاڼه کې یادونه کړې ده چې پاکستان له افغانستان څخه په پښتو ژبه د خپرېدونکې خبري او تحلیلي وېبپاڼې (خبریال) پر خپرونو بندیز لګولی چې دا د بیان پر ازادۍ یو ترهګریز برید دی.
سفما د پاکستان دغه کړنه غندلې او دا یې د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې خلاف بللې ده، ځکه په دې توګه غواړي معلوماتو او اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی محدود کړي.
په خبرپاڼه کې په پاکستان کې د رسنیو د ملاتړو ادارو او مدني فعالانو غږ شوی چې د دغه هېواد وګړو ته د معلوماتو د لاسرسي د حق د اعادې لپاره راپورته شي او پرېنږدي چې جابر حکومتونه د خلکو سیاسي او مدني حقونه زندۍ کړي.
دغه راز کابل پریس کلب هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې پاکستان د بیان ازادي ګواښلې ده.
له دغې ادارې څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر خبریال وېبپاڼې د پاکستاني هکرانو له خوا د پر له پسې بریدونو وروسته پاکستان په رسمي توګه د دغې وېبپاڼې پر خپرونو بندیز لګولی دی.
کابل پرېس کلب د پاکستان دغه کړنه غندلې او له حکومت څخه یې غوښتي چې بالمثله کړنه وشي او یا دې پر پاکستان فشار راوړي چې پر خبریال وېبپاڼه لګېدلی بندیز لرې کړي.
په ورته توګه په کابل کې د افغانستان د خبریالانو ټولنې هم د پاکستان دا کړنه غندلې ده.
په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د یادې شوې ټولنې د مشر احمد قریشي له خولې راغلي چې د پاکستان دغه اقدام معلوماتو ته د لاسرسي د محدودولو معنا لري او په سختو ټکو یې غندي.
دغې ټولنې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د بیان ازادي دې نه محدودوي او په دغه هېواد کې د افغانستان پر رسنیو لګول شوی بندیز لرې کړي.
دغه بنسټ هم وايي چې د پاکستان دغه کړنه د بشر حقونو د نړیوالې اعلاميې د ۱۹مې مادې او ټولو هغو نړیوالو سندونو او کنوانسینونو خلاف عمل دی چې د بیان د ازادۍ، مدني فعالیتونو او سیاست په اړه د نږدې ټولو هېوادونو له لوري لاسلیک شوي دي.
خبریال وېبپاڼه له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې له افغانستان سیمې او نړۍ څخه خبرونه او تحلیلي لیکنې خپروي، پر دغې ويبپاڼې څو کاله وړاندې هم د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په رسمي توګه بنديز لګېدلى و چې وروسته بیا د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په فشار پاکستان د یادې وېبپاڼې خپرونو ته اجازه ورکړله.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










