Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۹۷): د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ځینو تعرضي او چاڼیزو عملیاتو کې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې ترسره کړي، ۳۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت له خوا د لړم په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۱  ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۹۸ ځانګړي کومانډویي دندې او ۶ هوایي بریدونه د وسله والو مخالفینو د له منځه وړو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړي دي.

خبرپاڼه کاږي، د امنیتي ځواکونو د یادو عملیاتو په پایله کې چې د افغانستان  هوایي ځواکونو ملاتړ هم ورسره و، ۳۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په خبره چې دغه عملیات په ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، فراه، تخار،  بلخ  او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي چې ځواکونو یې په دغو عملیاتو کې له وسله والو مخالفینو وسلې، وسایط او تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې نا امنۍ مخ پر ډېرېدو دي چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.