لښکرګاه (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٧): په هلمند کې ديني عالمانو له حکومته غوښتنه کړې چې په کابل کې پر ديني عالمانو د شوي ځانمرګي بريد عاملين پيدا کړي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
دوه ورځې مخکې د کابل ښار په اورانوس هوټل کې د ميلادي النبي لمانځلو په غونډه کې پر ديني عالمانو ځانمرګى بريد وشو چې په ترڅ کې يې ٥٥ کسان ووژل شول او ٩٢ نور ټپيان شول.
د يادې موضوع د غندنې په موخه نن د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ديني عالمانو غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د هلمند د حج او اوقافو رييس محمد داود مدقق وويل چې په تېره ٤٠ کاله جګړه کې تر ټولو ډېره قرباني ديني عالمانو ورکړې او لا هم دغه لړۍ ادامه لري.
نوموړي وویل: ((نه مو مدرسې، نه مو جوماتونه او نه مو هم نور مقدس ځایونه په امن کې دي او دا ټول کارونه د مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ لپاره کېږي.))
دغه راز په دې غونډه کې ديني عالم محمد يونس موسوي وويل چې په کابل کې پر ديني عالمانو وروستى بريد د اسلام، انسانيت او افغانيت خلاف عمل و او موخه يې يواځې د افغانانو ترمنځ د نفاق را پيدا کول و.
ده وويل چې حکومت بايد د دې ډول پېښو جدي مخنيوي وکړي؛ ځکه ورځ تر بلې امنيتي وضعيت خرابېږي.
يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې.
دوى ټينګار وکړ چې حکومت بايد د کابل د وروستۍ پېښې عاملين پيدا کړي او د خپلو اعمالو پر سزا يې بايد ورسوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP