ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند دیني عالمان: د کابل وروستۍ پېښې عاملین دې پیدا او مجازات شي

د هلمند دیني عالمان: د کابل وروستۍ پېښې عاملین دې پیدا او مجازات شي

author avatar
22 Nov 2018 - 16:16
د هلمند دیني عالمان: د کابل وروستۍ پېښې عاملین دې پیدا او مجازات شي
author avatar
22 Nov 2018 - 16:16

لښکرګاه (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٧): په هلمند کې ديني عالمانو له حکومته غوښتنه کړې چې په کابل کې پر ديني عالمانو د شوي ځانمرګي بريد عاملين پيدا کړي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

دوه ورځې مخکې د کابل ښار په اورانوس هوټل کې د ميلادي النبي لمانځلو په غونډه کې پر ديني عالمانو ځانمرګى بريد وشو چې په ترڅ کې يې ٥٥ کسان ووژل شول او ٩٢ نور ټپيان شول.

د يادې موضوع د غندنې په موخه نن د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ديني عالمانو غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې د هلمند د حج او اوقافو رييس محمد داود مدقق وويل چې په تېره ٤٠ کاله جګړه کې تر ټولو ډېره قرباني ديني عالمانو ورکړې او لا هم دغه لړۍ ادامه لري.

نوموړي وویل: ((نه مو مدرسې، نه مو جوماتونه او نه مو هم نور مقدس ځایونه  په امن کې دي او دا ټول کارونه د مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ لپاره کېږي.))

دغه راز په دې غونډه کې ديني عالم محمد يونس موسوي وويل چې په کابل کې پر ديني عالمانو وروستى بريد د اسلام، انسانيت او افغانيت خلاف عمل و او موخه يې يواځې د افغانانو ترمنځ د نفاق را پيدا کول و.

ده وويل چې حکومت بايد د دې ډول پېښو جدي مخنيوي وکړي؛ ځکه ورځ تر بلې امنيتي وضعيت خرابېږي.

يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته  څرګندونې وکړې.

دوى ټينګار وکړ چې حکومت بايد د کابل د وروستۍ پېښې عاملين پيدا کړي او د خپلو اعمالو پر سزا يې بايد ورسوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.