Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جنبش ګوند: قیصاري د ملي امنیت له بنده خوشی شو

د جنبش ګوند: قیصاري د ملي امنیت له بنده خوشی شو

author avatar
28 Dec 2018 - 13:53
د جنبش ګوند: قیصاري د ملي امنیت له بنده خوشی شو
author avatar
28 Dec 2018 - 13:53

کابل (پژواک ۷ مرغومی ۹۷): د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند مرستیال د قیصاري خوشې کېدل تایید کړي، وايي چې هغه تېره شپه د ملي امنیت له بنده خوشی شوی دی.

په فاریاب ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی نظام الدین قیصاري شاوخوا شپږ میاشتې مخکې (د روان کال د چنګاښ ۱۱مه) د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو او کابل ولېږدول شو، له هغه راهیسې تر اوسه پورې د ملي امنیت ریاست په توقیف کې دی.  

خو د جنبش ګوند مرستیال مسعود احمد مسعود د قیصاري د ازادېدو د تایید تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې نظام الدین قیصاري تېره شپه د ملي امنیت له بنده خوشی شوی او اوس د کابل ښار د شش درک په یوه مېلمستون کې اوسېږي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د قیصاري د خوشي کولو په برخه کې هېڅ کوم خنډ شتون نه لري، حکومت او د افغانستان لویې څارنوالۍ د قیصاري موضوع یو طرفه کړې ده.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې ده قیصاري نن شپه د ځینو ولایتونو په ځانګړې توګه د شمال او شمال ختیځ له ځینو مشرانو سره د جنرال دوستم په کور کې ناسته ولري او په دې ناسته کې به قیصاري هم ګډون وکړي.

نوموړی وايي چې قیصاري له ولسمشر غني سره په ناسته کې د شمال د خلکو د غوښتنې پر اساس خوشی شوی دی.

له بلې خوا د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي نن پژواک ته وويل، له دې مخکې د ملي امنيت عمومي رياست لويې څارنوالۍ ته وړانديز کړى و، دا چې د نظام الدين قيصاري د مظنونيت په تړاو ډېرې ادعاګانې ثبت شوې او همدارنګه د قضیې د ثبوت او څېړنې لپاره ډېر وخت ته اړتيا ده او دغه څېړنې ډېر وخت نیسي، نو له دې امله دې نوموړی د معتبر ضمانت په بدل کې ازاد شي.

د هغه په خبره، د لویې څارنوالۍ له لارښوونې سره سم یې د ځانګړو تدابیرو له مخې له کابله ولایتونو او له هېواده بهر د ده ممنوع الخروج کېدل اعلان کړي دي.

رسولي وویل، د څارنوالۍ په امر کې ټینګار شوی چې قیصاري به په کابل کې پر پاتې کېدو سربېره د ورځنۍ حاضرۍ په قید او په راتلونکي کې د هغه د حاضرېدو لپاره د یوه معتبر ضمانت په بدل کې خوشی شي.

خو دا چې اوسمهال قيصاري له بنده خلاص شوى که نه، د لويې څارنوالۍ وياند يې په اړه څه ونه ويل.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ملي امنيت نظر ولرو، خو بريالي نه شو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.