ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې پراخ عملیات پيل شوي

د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې پراخ عملیات پيل شوي

author avatar
7 Jan 2019 - 15:54
د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې پراخ عملیات پيل شوي
author avatar
7 Jan 2019 - 15:54

کندهار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۷): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې پراخ عملیات پيل شوي چې د امنیتي چارواکو په وینا، ګڼو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

دغه راز چارواکي ادعا کوي چې په دې ولسوالۍ کې یې د وسله والو له خوا د دهلې بند د ویجاړولو مخنیوی هم کړی چې د دغه ولایت د اوو ولسوالیو د کرنې لپاره اوبه زېرمه کوي.

دغه عملیات په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د ځواکونو له خوا له نورو امنیتي ارګانونو سره په ګډه پیل شوي چې د بهرنیو ځواکونو هوايي مرسته هم ورسره ده او ډېر تمرکز یې د دغې ولسوالۍ په ځنګل سیمه کې دی.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو درستیزوال جنرال شفیق الله رسولزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تر دې مهاله په دغو عملیاتو کې ۴۳ وسله وال وژل شوي او د هغوی تر ۱۰ ډېر د ماین جوړولو، روزنې او ټپيانو د درملنې مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

دی زیاتوي، د شاولیکوټ د ځنګل سیمه چې شاوخوا ۱۲ کیلومتره اوږدوالی لري، ۶ کیلومتره ساحه یې تصفیه شوې او د پاتې سیمې د تصفیې په موخه عملیات دوام لري.

د ده په خبره، وسله والو له دې سیمې د اکمالاتو، د جنګیالیو د روزلو، د ماینونو د جوړولو او ټپيانو د درملنې لپاره کار اخیست چې په تصفیه کېدو سره به یې د کندهار د شمالي ولسوالیو تر څنګ د اروزګان او زابل یو شمېر ولسوالۍ هم په امن کې شي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن پاچا چې د پولیسو په مشرۍ په دغو عملیاتو کې برخه لري وايي، د پیل شوو عملیاتو په لړ کې د وسله والو له خوا د دهلې بند د ویجاړولو مخنیوی شوی او د هغوی لسګونه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

دی وايي، وسله والو د عملیاتو تر پيل وړاندې څو ځلې د دهلې بند پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او غوښتل یې د دغه بند مشینري په ماینونه ویجاړه کړي چې دوی یې مخنیوی کړی دی.

نوموړی زیاتوي، د ځنګل سیمه یوازې د شاولیکوټ لپاره نه بلکې د ټولو شمالي ولسوالیو د امنیت لپاره مهمه ده، ځکه وسله والو له همدې ځایه بریدونه او د ماین چاودنې پلانول او بیرته همدلته پټېدل.

دی وايي، عملیات په ښه توګه روان دي چې د کندهار- اروزګان لارې په امنیت کې به هم رول ولري.

دغه لار له همدې ولسوالۍ تېرېږي چې په دې وروستیو کې ناامنه شوې وه او ډېر مهال به د امنیتي ځواکونو پر موټرونو چاودنې کېدلې.

امنیه قوماندان وویل، په دې عملیاتو کې تر دې مهاله امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.