منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۷ غ.م
۳°صاف · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې پراخ عملیات پيل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۰۰ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۷): د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې پراخ عملیات پيل شوي چې د امنیتي چارواکو په وینا، ګڼو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

دغه راز چارواکي ادعا کوي چې په دې ولسوالۍ کې یې د وسله والو له خوا د دهلې بند د ویجاړولو مخنیوی هم کړی چې د دغه ولایت د اوو ولسوالیو د کرنې لپاره اوبه زېرمه کوي.

دغه عملیات په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو د ځواکونو له خوا له نورو امنیتي ارګانونو سره په ګډه پیل شوي چې د بهرنیو ځواکونو هوايي مرسته هم ورسره ده او ډېر تمرکز یې د دغې ولسوالۍ په ځنګل سیمه کې دی.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو درستیزوال جنرال شفیق الله رسولزي پژواک خبري اژانس ته وویل، تر دې مهاله په دغو عملیاتو کې ۴۳ وسله وال وژل شوي او د هغوی تر ۱۰ ډېر د ماین جوړولو، روزنې او ټپيانو د درملنې مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

دی زیاتوي، د شاولیکوټ د ځنګل سیمه چې شاوخوا ۱۲ کیلومتره اوږدوالی لري، ۶ کیلومتره ساحه یې تصفیه شوې او د پاتې سیمې د تصفیې په موخه عملیات دوام لري.

د ده په خبره، وسله والو له دې سیمې د اکمالاتو، د جنګیالیو د روزلو، د ماینونو د جوړولو او ټپيانو د درملنې لپاره کار اخیست چې په تصفیه کېدو سره به یې د کندهار د شمالي ولسوالیو تر څنګ د اروزګان او زابل یو شمېر ولسوالۍ هم په امن کې شي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن پاچا چې د پولیسو په مشرۍ په دغو عملیاتو کې برخه لري وايي، د پیل شوو عملیاتو په لړ کې د وسله والو له خوا د دهلې بند د ویجاړولو مخنیوی شوی او د هغوی لسګونه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

دی وايي، وسله والو د عملیاتو تر پيل وړاندې څو ځلې د دهلې بند پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او غوښتل یې د دغه بند مشینري په ماینونه ویجاړه کړي چې دوی یې مخنیوی کړی دی.

نوموړی زیاتوي، د ځنګل سیمه یوازې د شاولیکوټ لپاره نه بلکې د ټولو شمالي ولسوالیو د امنیت لپاره مهمه ده، ځکه وسله والو له همدې ځایه بریدونه او د ماین چاودنې پلانول او بیرته همدلته پټېدل.

دی وايي، عملیات په ښه توګه روان دي چې د کندهار- اروزګان لارې په امنیت کې به هم رول ولري.

دغه لار له همدې ولسوالۍ تېرېږي چې په دې وروستیو کې ناامنه شوې وه او ډېر مهال به د امنیتي ځواکونو پر موټرونو چاودنې کېدلې.

امنیه قوماندان وویل، په دې عملیاتو کې تر دې مهاله امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې دغه عملیات داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو بریدونه ډېر شوي وو او دوی ته یې په وار وار درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه