پل علم (پژواک، ١٨ مرغومی ۹۷): د لوګر د ازرې چارواکي وايي چې دغه ولسوالۍ د نشه يې توکو د قاچاق پر لوى مرکز بدله شوې او طالبان هر کال له دې لارې ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي، خو بل لور ته بیا طالبان دغه څرګندونې ردوي.
د لوګر د ازرې ولسوال حمیدالله حمید د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت په کچه تر ټول ډېر چرس په ازره کې کرل کېږي او اوسېدونکي یې ډېرې پيسې د نشه يې توکو له خرڅلاوه ترلاسه کوي.
ولسوال وایي: ((د ازرې ولسوالۍ په ۹۰ سلنه کرنیزه ځمکه کې چرس کرل کیږي، خلک يې له دې لارې ډيرې پيسې ترلاسه کوي، چې لسمه برخه يې طالبانو ته د عشر په نوم ورکوي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، کله چې د چرسو د حاصلاتو ټولولو وخت راشي نو طالبان د هر کلي د چرسو پر سر عشر ټاکي او له دې لارې ميليونونه افغانۍ ترلاسه کوي.
ده زياته کړه: ((که د بديل معیشت پروګرام دلته پيل شي، موږ به يو څه وتوانېږو چې د چرسو د کر مخه ونيسو.))
دغه راز د لوګر په ولايتي شورا کې د ازرې استازي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې دغه ولسوالۍ د نشه يي توکو د قاچاق پر لوى مرکز بدله شوې ده.
هغه وايي: ((له شرقي ولايتونو نه ازرې ته نشه يي توکي راوړل کېږي، بيا له دغه ځايه نور ولايتونو ته انتقالېږي او زموږ د معلوماتو پر اساس طالبان هر کال يواځې د ازرې له نشه يي توکو څخه ١٥٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي.))
په ورته وخت کې د ازرې د اکبرخېلو اوسېدونکي نظرمحمد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د چرسو پر کرلو هېڅ ډول بنديز نشته دى.
هغه زياته کړه: ((حکومت پرې هېڅ ډول بنديز نه دى لګولى، خلک يې کري او بيا عُشر يې طالبانو ته ورکوي.))
د يادو څرګندونو په اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي هم پژواک ته وويل چې له پخوا راهيسې په ازرې ولسوالۍ کې چرس کرل کېږي.
احمدزی وایي: ((وسله وال طالبان په ازره کې د نشه یي توکو له کاروباريانو پيسې اخلي او له دې لارې ډېرې پيسې ترلاسه کوي.))
ده زياته کړه چې د روان کال په اوږدو کې افغان ځواکونو څو ځلې په ازره کې عمليات وکړل چې په ترڅ کې يې سلګونه کيلوګرامه چرس ترلاسه کړل.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP