پل علم (پژواک، ١٨ مرغومی ۹۷): د لوګر د ازرې چارواکي وايي چې دغه ولسوالۍ د نشه يې توکو د قاچاق پر لوى مرکز بدله شوې او طالبان هر کال له دې لارې ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي، خو بل لور ته بیا طالبان دغه څرګندونې ردوي.
د لوګر د ازرې ولسوال حمیدالله حمید د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت په کچه تر ټول ډېر چرس په ازره کې کرل کېږي او اوسېدونکي یې ډېرې پيسې د نشه يې توکو له خرڅلاوه ترلاسه کوي.
ولسوال وایي: ((د ازرې ولسوالۍ په ۹۰ سلنه کرنیزه ځمکه کې چرس کرل کیږي، خلک يې له دې لارې ډيرې پيسې ترلاسه کوي، چې لسمه برخه يې طالبانو ته د عشر په نوم ورکوي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، کله چې د چرسو د حاصلاتو ټولولو وخت راشي نو طالبان د هر کلي د چرسو پر سر عشر ټاکي او له دې لارې ميليونونه افغانۍ ترلاسه کوي.
ده زياته کړه: ((که د بديل معیشت پروګرام دلته پيل شي، موږ به يو څه وتوانېږو چې د چرسو د کر مخه ونيسو.))
دغه راز د لوګر په ولايتي شورا کې د ازرې استازي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې دغه ولسوالۍ د نشه يي توکو د قاچاق پر لوى مرکز بدله شوې ده.
هغه وايي: ((له شرقي ولايتونو نه ازرې ته نشه يي توکي راوړل کېږي، بيا له دغه ځايه نور ولايتونو ته انتقالېږي او زموږ د معلوماتو پر اساس طالبان هر کال يواځې د ازرې له نشه يي توکو څخه ١٥٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي.))
په ورته وخت کې د ازرې د اکبرخېلو اوسېدونکي نظرمحمد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د چرسو پر کرلو هېڅ ډول بنديز نشته دى.
هغه زياته کړه: ((حکومت پرې هېڅ ډول بنديز نه دى لګولى، خلک يې کري او بيا عُشر يې طالبانو ته ورکوي.))
د يادو څرګندونو په اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي هم پژواک ته وويل چې له پخوا راهيسې په ازرې ولسوالۍ کې چرس کرل کېږي.
احمدزی وایي: ((وسله وال طالبان په ازره کې د نشه یي توکو له کاروباريانو پيسې اخلي او له دې لارې ډېرې پيسې ترلاسه کوي.))
ده زياته کړه چې د روان کال په اوږدو کې افغان ځواکونو څو ځلې په ازره کې عمليات وکړل چې په ترڅ کې يې سلګونه کيلوګرامه چرس ترلاسه کړل.
خو بل لور ته طالبان بيا دغه ادعا ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان د نشه يې توکو په کرکېلې او قاچاق کې لاس نه لري.
هغه وایي: ((د هېواد په یو شمېر برخو کې بزګران په خپلو ځمکو کې مخدره توکي کري چی موږ یې په زور مخه نه شو نيولى، بله دا چې په دغه کار کې دولتي چارواکي لاس لري.))
د يادونې ده، ازره د مرکز پل علم ختيځ ته په ٨٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې له تېرو ١٤کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده او اوسېدونکي يې د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ له لارې کابل او نورو ولايتونو ته سفر کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










