پل علم (پژواک، ٢ سلواغه ٩٧): په لوګر کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ځمکو د حاصلاتو ډېره برخه وسله وال طالبان ترلاسه کوي او دغه موضوع طالبان هم تاييدوي.
د اړوندې موضوع په اړه د محمد اغې ولسوالۍ د احمدزيو قوم يوه مخور او ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې کس عبدالباقي احمدزي د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر غني د دې ولسوالۍ په سرخ اب سيمه کې شاوخوا دوه سوه جريبه ځمکه لري.
هغه زياته کړه: ((له پلار نه هم ورته ډېره ځمکه پاتې ده، خو ولسمشر له خپل ورور او د تره له زامنو نه دغه دوه سوه جريبه ځمکه په پيسو اخيستې ده.))
د نوموړي په وينا، د ولسمشر په دې ځمکه کې غنم، پياز، کچالو، جوار او نور کرنيز توکي د ناظر له لوري کرل کېږي چې ښه حاصلات هم ورکوي.
دى وايي: ((کله چې د حاصلاتو ټولولو وخت شي، طالبان راځي د حاصلاتو ډېره برخه له ناظر نه اخلي، چې ولسمشر ته لس فيصده هم نه پاتې کېږي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، وسله وال طالبان په دې سيمه کې د ولسمشر د ځمکو تر څنګ له نورو ځمکو هم د وسلې په زور حاصلات ترلاسه کوي او که څوک يې ورنه کړي نو وژل کېږي.
دى وايي: ((١٧کاله مخکې کله چې ولسمشر غني د ماليې وزير په توګه وټاکل شو، له هماغې ورځې تر ننه په کلي کې ټول خپلوان يې له امنيتي مشکلاتو سره مخ دي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ١٣٩٥ کال کې د ولسمشر يو بزګر د خوشحال په نوم د ملي امنيت له لوري، طالبانو ته د حاصلاتو ورکولو په تور ونيول شو او تر اوسه په بند کې دى.
د احمدزي په وينا، د ولسمشر غني يو بل دهقان تېر کال د محمد اغې ولسوالۍ په واغجان سيمه کې د طالبانو له لوري و وژل شو.
دغه راز د سرخ اب سيمې يوه بل اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل چې طالبان په دې سيمه کې واک لري او د ټولو ځمکو له حاصلاتو لسمه برخه د عشر په نوم ټولوي.
ده وويل: ((ولسمشر او کورنۍ يې د دې سيمې خانان دي، دلته ډېره ځمکه لري، خو تر کومه چې زه معلومات لرم، د ځمکو د حاصلاتو ډېره برخه يې طالبان اخلي او ډېر لږ يې دوى ته پاتې کېږي.))
همدارنګه په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې طالبان په دغه ولايت کې له ډېرو ځمکو عشر ټولوي او څوک يې چې ورنه کړي نو سزا ورکوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP