منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ولسمشر غني د ځمکو د حاصلاتو ډېره برخه وسله وال طالبان اخلي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

پل علم (پژواک، ٢ سلواغه ٩٧): په لوګر کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ځمکو د حاصلاتو ډېره برخه وسله وال طالبان ترلاسه کوي او دغه موضوع طالبان هم تاييدوي.

د اړوندې موضوع په اړه د محمد اغې ولسوالۍ د احمدزيو قوم يوه مخور او ولسمشر محمد اشرف غني ته نږدې کس عبدالباقي احمدزي د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر غني د دې ولسوالۍ په سرخ اب سيمه کې شاوخوا دوه سوه جريبه ځمکه لري.

هغه زياته کړه: ((له پلار نه هم ورته ډېره ځمکه پاتې ده، خو ولسمشر له خپل ورور او د تره له زامنو نه دغه دوه سوه جريبه ځمکه په پيسو اخيستې ده.))

د نوموړي په وينا، د ولسمشر په دې ځمکه کې غنم، پياز، کچالو، جوار او نور کرنيز توکي د ناظر له لوري کرل کېږي چې ښه حاصلات هم ورکوي.

دى وايي: ((کله چې د حاصلاتو ټولولو وخت شي، طالبان راځي د حاصلاتو ډېره برخه له ناظر نه اخلي، چې ولسمشر ته لس فيصده هم نه پاتې کېږي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، وسله وال طالبان په دې سيمه کې د ولسمشر د ځمکو تر څنګ له نورو ځمکو هم د وسلې په زور حاصلات ترلاسه کوي او که څوک يې ورنه کړي نو وژل کېږي.

دى وايي: ((١٧کاله مخکې کله چې ولسمشر غني د ماليې وزير په توګه وټاکل شو، له هماغې ورځې تر ننه په کلي کې ټول خپلوان يې له امنيتي مشکلاتو سره مخ دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ١٣٩٥ کال کې د ولسمشر يو بزګر د خوشحال په نوم د ملي امنيت له لوري، طالبانو ته د حاصلاتو ورکولو په تور ونيول شو او تر اوسه په بند کې دى.

د احمدزي په وينا، د ولسمشر غني يو بل دهقان تېر کال د محمد اغې ولسوالۍ په واغجان سيمه کې د طالبانو له لوري و وژل شو.

دغه راز د سرخ اب سيمې يوه بل اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل چې طالبان په دې سيمه کې واک لري او د ټولو ځمکو له حاصلاتو لسمه برخه د عشر په نوم ټولوي.

ده وويل: ((ولسمشر او کورنۍ يې د دې سيمې خانان دي، دلته ډېره ځمکه لري، خو تر کومه چې زه معلومات لرم، د ځمکو د حاصلاتو ډېره برخه يې طالبان اخلي او ډېر لږ يې دوى ته پاتې کېږي.))

همدارنګه په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې طالبان په دغه ولايت کې له ډېرو ځمکو عشر ټولوي او څوک يې چې ورنه کړي نو سزا ورکوي.

ده زياته کړه: ((دلته شاه دى که ګدا، خان دى که وزير ټول مجبور دي طالبانو ته د خپلو ځمکو عشر ورکړي. د ولسمشر او نورو حکومتي مشرانو د ځمکو حاصلات طالبان د باج په نوم اخلي.))

د نوموړي په وينا، دا د حکومتي مشرانو لپاره د شرم ځاى دى چې د ځمکو حاصلات يې وسله وال طالبان ترلاسه کوي.

د يادو څرګندونو په تړاو د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي پژواک ته وويل، دوى د خلکو له خولې اورېدلي چې طالبان له کروندګرو عُشر ټولوي.

هغه د ولسمشر د ځمکو د حاصلاتو په تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه خو زياته يې کړه: ((خلک چې له موږ سره همکاري وکړي او هغه کسان موږ ته په ګوته کړي چې له دوى څخه عشر اخلي وبه نيول شي او سزا به ورکړل شي.))

بل لور ته طالبان هم ياده موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان په لوګر کې له کروندګرو عُشر ټولوي.

دى وايي چې دغه عُشر له کروندګرو په زور نه ټولېږي، بلکې د عشر ټولولو پر مهال يوه پارچه هم ورکول کېږي، څو دويم ځل لپاره ترې عشر وانه خيستل شي.

مجاهد زياتوي: ((د سرخ اب په سیمه کې د کابل ادارې د مشر او د نورو حکومتي مشرانو له ځمکو څخه عشر اخيستل کېږي او هېڅوک له دغه امر څخه مستثنی نه دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د لوګر کروندګرو څه موده وړاندې پژواک ته شکايت کړى و چې د وچکالۍ له امله يې د ځمکو د حاصلاتو کچه سږ کال کمه ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه