ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې يو ځوان کوچنى چاين لرونکى ټانک جوړ کړى

بغلان کې يو ځوان کوچنى چاين لرونکى ټانک جوړ کړى

author avatar
24 Jan 2019 - 15:59
بغلان کې يو ځوان کوچنى چاين لرونکى ټانک جوړ کړى
author avatar
24 Jan 2019 - 15:59

پلخمری (پژواک، ٤ سلواغه ٩٧): په بغلان ولايت کې يو ځوان په دوو کلونو کې يو کوچنى چاين لرونکى ټانک جوړ کړى چې په يو وخت د څو مرمیو ويشتلو وړتيا هم لري.

د دغه ټانک جوړونکي نورالرحمن چې دوه کاله وړاندې د بغلان ولایت له میخانیکي انسټیټیوټه فارغ شوی او اوس  بېکاره دی، پژواک خبري اژانس ته وويل چې  دوه کاله وړاندې يې هوډ وکړ چې ټانک جوړ کړي او اوس خپلې دې هيلې ته ورسېد.

ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د دغه ټانک په جوړېدو يې وخت زیات لګېدلى خو لګښت پرې کم راغلى.

دى وايي چې د ده په لاس جوړ شوى ټانک د اصلي ټانک په څېر ټول حرکات ترسره کولای شي او په يو وخت کې څو پر له پسې ډزې هم کولاى شي.

هغه زیاتوي که حکومت د اصلي ټانک جوړولو توکو په برخه کې ورسره همکاري وکړي، نو کولاى شي اصلي ټانک هم جوړ کړي.

د بغلان والي عبدالحى نعمتي چې د بغلاني ځوان  په لاس د جوړ شوي ټانک ننداره يې کوله، خبریالانو ته وویل چې دغه ځوان نوښت کړی او ولایت به یې تر خپلې وسې لاس نیوی وکړي.

هغه زياته کړه: "هغو ځوانانو ته به چې په تخنیکي برخه کې د یو څه جوړیدو نیت لري، یوه همکاره تخنیکي کمېټه جوړه کړو، ترڅو لازمې لارښونې او اړین توکي ورته برابرکړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.