Language

خليلزاد قطر کې تر شپږ ورځنيو مذاکراتو وروسته کابل ته روان شوى

کابل (پژواک ٦ سلواغه ٩٧): دافغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر شپږ ورځنيو خبرو اترو وروسته کابل ته روان شوى دى.

خليلزاد چې د سولې د هڅو لپاره سيمې ته  راغلى دى، له هند، چين ، پاکستان او افغانستان څخه وروسته تېره اونۍ د قطر پلازمينې دوحې ته ولاړ.

ټاکل شوې وه چې په قطر کې د افغان طالبانو او خليلزاد ترمنځ د سولې درې ورځنۍ خبرې اترې ترسره شي، خو دا چې دې خبرو پرمختګ وکړ او يا په کې اختلافات رامنځته شول، دا خبرې شپږو ورځو ته وځنډېدلې.

د طالبانو مطبوعاتي دفتر تر اوسه يواځې د خبرو د پيلېدو او غځېدلو خبرونه ورکړي دي، خو د دې خبرو له جزئياتو ورکولو يې ډډه کړې ده.

د امريکا ځانګړى استازى زلمي خليلزاد د خپلو  دې سفرونو او ليدنو کتنو په اړه په ټويټر کې معلومات ورکوي،خو په تېرو شپږو ورځو کې د قطر د خبرو اترو په تړاو يې هېڅ نه دي خپاره کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تېره اونۍ يواځې دومره خپاره کړي وو، چې خليلزاد د سه شنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ نېټه) قطر کې له طالبانو سره ليدنې پيل کړې دي، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو يو شمېر پلويان له تېرو څو ورځو راهيسې په پرله پسې  توګه په ټولنيزو شبکو کې ليکي، چې د قطر په خبرو کې امريکا د خپلو ځواکونو پر ويستلو هوکړه کړې او طالبانو ورته د نه ګواښ ضمانت ورکړى دى.

دوى له تېرو درېيو ورځو راهيسې بار بار ليکي، چې ډېر ژر به په دې اړه ګډه اعلاميه خپره شي، خو تر اوسه دغه اعلاميه نه ده خپره شوې.

د کابل پوهنتون استاد او ژورنالېست اسد وحيدي چې دغه خبرې له نږدې څاري، څو شېبې مخکې په فيسبوک کې ليکلي و،  چې د قطر په خبرو کې هېڅ داسې توافق نه دی شوی چې رسمي اعلان شي.

هغه زياته کړې، څه هوکړې شته، خو لا وختي دی چې رسمي اعلان شي. ګډه اعلاميه هم نشته، دواړه لوري به شوي بحثونه او پرمختګونه له خپلو مشرانو سره شريکوي، يواځې يو توافق اعلانيږي او هغه دا چې خبرې به په راتلونکي کې دوام کوي.

بلخوا په کابل کې يوې ډيپلوماتيکي سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې زلمى خليلزاد په قطر کې تر شپږ ورځنيو مذاکراتو وروسته کابل ته روان شوى دى.

سرچينې زياته کړې، هغه به د خپلو خبرو اترو جزئيات له ولسمشر اشرف غني، سياسي مشرانو، مدني ټولنې او د رسنيو له استازو سره شريک کړي.

login or register a new account.

Related Topics