محمود راقي (پژواک، ٩ سلواغه ٩٧) : چاروکي وايي چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې ٢٤ وسله وال مخالفين له حکومت سره يو ځاى شوي دي.
د تګاب امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي د سلواغې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وسله والو کې يې ځېنې د نجراب ولسوالۍ د افغانيه درې او ځېنې نور يې د تګاب او اله ساى ولسواليو اوسېدونکي دي.
هغه زياته کړه،دغو وسله والو له تېرو څو کلونو راهيسې په يادو سيمو کې ددولت پر ضد جګړه کې برخه لرله.
د نوموړي په وينا، دوى د ملي امنيت په هڅو له جګړې لاس اخيستى او له امنيتي ځواکونو سره يو ځای شول.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند سروش کوهستاني وايي چې ياد کسان به له قانوني پروسې وروسته د ولايت مرکز ته لېږدول کېږي.
د حاجي محراب په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې په دې وروستيو کې په سيمه کې پراخه چاڼيز عمليات شوي او ګڼ شمېر سيمې دولتي ځواکونو نيولې دي.
هغه زياته کړه،له همدې امله ياد وسله وال له دولت سره يو ځاى شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP