کابل (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٧): د پاکستان پوليسو د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي غړى ارمان لوڼى وژلى دى.
د دغه غورځنګ يوه مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، چې ارمان لوڼى پرون ناوخته د بلوچستان په لورلايي سيمه کې د پوليسو له خوا د ډېرې شکنجې په ترڅ کې وژل شوى دى.
هغه زياته کړې چې د غورځنګ لسګونو غړو له تېرو څو ورځو راهيسې هلته د نا امنيو پر ضد پرلت وهلى و، خو پوليس ورغلي او بريد یې پرې کړى دى.
د غورځنګ يو بل غړي جليل افغان رسنيو ته ويلي چې د دوى غړو پرون خپل پرلت پاى ته رسولى و او يوه نږدې پارک کې ناست وو چې پوليسو پرې بريد وکړ.
د نوموړي په وينا، ارمان لوڼى پوليسو دومره وواهه چې وروسته يې له امله ساه ورکړه.
د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ په يوه ويډيويي پيغام کې د خپل ورور د وژنې د غندلو تر څنګ د غورځنګ له غړو غوښتي چې د غبرګون په توګه تاوتريخوالی ونه کړي.
هغې زياته کړې: ((په پاکستان کې له تېرو ٧٠ کلونو راهيسې زما د ورور په څېر ارمانونه وژل شوي دي.))
بلخوا د ارمان لوڼي وژنه په پراخه کچه غندل شوې، د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان، پخواني سناتور افراسياب خټک او ګڼ شمېر نورو سياسي او د بشري حقونو فعالان دغه وژنه غندلې ده او غبرګونونه یې را پارولي دي.
login or register a new account.