پل علم(پژواک، ١٦ سلواغه ٩٧): د لوګر روغتيايي چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د محمد اغې ولسوالۍ د دولتي روغتون ډاکټران تر وهلو وروسته پر مرګ ګواښلي دي.
د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکټر رسول ګل ثمر د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ اړوند د شفيق الله لودين دولتي روغتون ډاکټران وهلي او بيا يې پر مرګ ګواښلي دي.
ده زياته کړه: ((معلومه نه ده چې دغه وسله وال د چا کسان وو، خو موږ دغه موضوع له پوليسو سره شريکه کړې، ترڅو په راتلوونکي کې د ورته پېښو مخه ونيسي.))
د نوموړي په وينا، دغه ډول پېښې د ډاکټرانو پر چارو منفي اغېزې کوي او امکان لري ځنيې ډاکټران له همدې امله دندې پرېږدي.
دغه راز د ياد روغتون يو تن ډاکټر زبيراحمد پژواک ته وويل چې تېره شپه شپږ وسله وال د دوى روغتون ته ورغلي او ډاکټران يې وهلي، سپکې سپورې يې ورته ويلي او بيا يې پر مرګ ګواښلي دي.
هغه وايي: ((شپې اته بجې وسله وال راغلل، مخونه يې پټ کړى و، ډاکټران يې په وسلو و وهل، د مرګ ګواښ يې وکړ، هيڅ خبره معلومه نه وه او د ځينو ډاکټرانو ټيلېفونونه يې هم له ځانه سره يوړل.))
نوموړى زياتوي، که اړوند مسوولين د دوى پوښتنه ونه کړي، د کار د نه کولو اعتصاب به وکړي.
بل خوا په دې اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې دغه موضوع له دوى سره شريکه شوې او دامهال تر څېړنو لاندې ده.
هغه وايي: ((دغه کار غلو کړى، خو ښه دى چې ډاکټرانو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى.))
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر د ولايتي روغتون ډاکټران د وسله والو له لوري ګواښل شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP