Language

د مسکو د ناستې په ګډه اعلامیه کې پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وشو

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۷) : د مسکو د دوه ورخنۍ په ناسته کې پر بین الافغاني مذاکراتو، له هیواده د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتلو او بندیانو خوشې  کولو او له تور لیست څخه د طالبانو د نومونو پر ویستلو ټینګار وکړ.

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو تر دوه ورځني کنفرانس وروسته نن د سلواغې په ۱۶مه، ګډه اعلامیه کې شوي.

په دې ناسته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ له کابل څخه شاوخوا ۴۰ تنه سیاسیونو ګډون کړی و، چې پکې حنیف اتمر، اسماعیل خان، عطا محمد نور، ضرار احمد مقبل، ډاکټررنګین دادفر سپنتا، عطا محمد نور، عمر زاخیلوال، عبدالوکیل متوکلو ملا سلام ضعیف او ګڼ شمیر نور شامل وو.

دغه راز د طالبانو د قطر دفتر څخه هم لسو کسانو د ملا عباس ستانکزي په مشرۍ ګډون کړی و.

د دې دوه ورځنۍ ناستې ګډه اعلامیه د کابل د پلاوي د غړي عمرزاخیلوال لخوا ولوستل شوه، چې پکې راغلی.

موږ د روسیې د فدراسیون د افغان ټولنو له لورې د روان کال د فبرورۍ په ۵مه او ۶مه نېټه په مسکو کې جوړ شوی د سولې په بین‌الافغاني کنفرانس کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي او خواوې د هېواد اوسني وضعیت او د سولې لپاره وروستیو ټوکېدلو هیلو ته په پام، دا کنفرانس چې په حقیقت کې د سولې بهیر لپاره د بین‌الافغاني خبرواترو تر اوسه تر ټولو مهم ګام دی، د ځانګړي اهمیت او اهتمام کوونکي یې د ستاینې او مننې وړ بولو.

 په اعلامیه کې راغلي : ((موږ په ګران هیواد افغانستان کې تلپاتی سراسري سولې ته د رسیدو، هیواد ته د بشپړ ملي اسلامی حاکمیت د اعادې، له هیواده څخه د بهرنیو قواو مکمل وتلو، د ملي وحدت د ټینګښت، په نظام کې د افغانستان د ټولو خلکو د عادلانه برخه اخیستنې ته د زمینې برابرولو، د اجتماعي عدالت تامین، اسلامی اساساتو او دهیواد غوره ملي ارزښتونو ته په درناوي، په هیواد کې د تیرو څو لسیزو ترخو تجربو د تکرار د مخنیوي او همدارنګه د ټولو افغاني خواو تر منځ د متقابل درک، درناوي او یوبل منلو په موخه د تفصیلي ژورو بحثونو په پایله کې په لاندینیو ټکو مشترک توافق لرو.))

 لومړی : د بین الافغاني کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکي او خواوې بشپړه اجماع لري چې په هیواد کې تلپاتې سراسري او باعزته سوله چې د افغانستان د ټولو وګړو غوښتنه ده، د صادقانه همه شمولو بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې شونې ده.

دویم: د کنفرانس ټول ک‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي او خواوې په اجماع سره د بین الافغاني خبرو همه شموله او په منظمه توګه د تداوم لړۍ اړینه بولي او توافق لري چې د هیواد پدی حساس حالت کی نوموړې ناستی په منظمه توګه جوړی شي.

دریم: د کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډن کوونکي او خواوې په دوحه کی د سولی روانو خبرو څخه کلک ملاتړ کوي او په افغانستان کې د روان تحمیلی جنګ ته د پای په موخه بین الافغاني ناستې د هغې ممدی ګڼي.   

 څلورم: د کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي او خواوې د افغانستان په بنیادی بنسټونو، دفاعی او نورو ملی نهادونو چی د ټولو افغانانو ملکیت دی، د سولی د توافق څخه وروسته په اړینی اصلاح، خوندیتوب، او غښتلتیا ټینکار کوي.

پنځم:  د کنفرانس ټول ک‌‌‌‌‌‌ډون کوونکی او خواوې د بین الافغانی سولی د توافق په پایله کی په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د سیمه ایزو او سترو نړیوالو هیوادونو همکاری او ملاتړ اړین بولی.

شپږم: د کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي او خواوې پر لاندینیو ټولیزو ارزښتونو او اصولو ټینګار کوي:

– د نظام په ټولو امورو کی د اسلام د مقدس دین د اساساتو پیروي؛

– افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ګڼل؛

– د افغانستان د ټولو اقوامو د بشپړ عادلانه مشارکت پر بنسټ د قوي او همه شمول مرکزي اسلامی حکومت پر خوندیتوب ټینګار؛

– د ملي‌ یووالي ټینګښت او د ټولنیز عدالت تأمینول؛

– په سیمه ایزو او نړیوالو منازعاتو کې د افغانستان بیطرفي؛

–  د دیني او ملي ارزښتونو په ساتلو سره د پرمختللې نړۍ له معیارونو سره د پالیسیو همغږي کول.

اوم: د کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کونکي او خواې د سولې بهیر او ورپسې ګامونو اړوند، پر لاندینیو مواردو ټینګار کووي:

–  له هیواد څخه د بهرنیو قواو بشپړ وتل؛

– په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو پر نه ‌لاس وهنې او ګواښونو ټینګار؛

–  د افغانستان له خاورې څخه نړیوالې ټولنې ته د نه‌ ګواښ ډاډ؛

– د اسلامي ارزښتونو سره سم د تعلیم، کار، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې د ښځو د حقونو ډاډ؛

– د اسلامی اصولو سره سم د افغان وګړو پر سیاسي او اساسي حقونو او د بیان پر آزادی ټینګار؛

– په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره پر ملي او بین المللي ژمنتیا د ډاډ په ترلاسه کولو ټینګار؛

–  د هیواد د بیا رغولو او پراختیا لپاره د نړیوالو مرستو هڅونه او جذب؛

اتم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکی او خواوی د سولی لپاره د باور د فضا د جوړونی په منظور د ټولو خواوو له لوري په لومړی ګام کی د هغو بندیانو پر خوشی کولو چی سپین ږیري دي، یا پر سختو ناروغیو اخته دي او یا یي د بند موده پوره یا کمه پاتې ده، ټینګار کوی. همدارنګه د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل او په دوحه کی په رسمی توګه د سیاسی دفتر پرانیستل د سولی د پرمختګ لپاره اړین بولي.

نهم: د کنفرانس ټول ګډون کوونکي او خواوې توافق لري چې په نږدې ممکن وخت کې د بین الافغاني تفاهم بله ناسته د قطر په پلازمینه، دوحه کی جوړه شی. موافقه وشوه چی په راتلونکی ناسته کی به د سولی په نورو مهمو اړینو موضوعاتو چی لا تراوسه پری توافق نه دی شوی، بحث وکړی.