کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٧) : د سولې شورا وايي، هر هغه حرکت او نوښت چې د سولې بهير او ملي وفاق ته زيان ورسوي، مردود او له هغه سره له هر ډول مرستې ډډه کوي.
د افغانستان د سولې عالي شورا له خوا د مسکو ناستې او د هغې د اعلاميې په غبرګون کې ويلي، دغه شورا د سولې پروسې ته د بسترسازۍ په برخه کې فعاليت کوي او هر هغه برنامه چې د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو لپاره د زمينې برابرول او باور رامنځته کولو په برخه کې ترسره کېږي، تر دوامداره نظارت او ارزونې لاندې لري.
د يادې شورا له خوا د سلواغې په ١٨مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هېوادوالو اندېښنو ته په پاملرنې او د دې لپاره چې د سولې بهير په برياليتوب سره مخې ته ولاړ شي، د سولې عالي شورا لاندې مراتب اعلانوي:
لومړى: د سولې عالي شورا په هېواد کې د سولې د بسترسازې مرجع په توګه له هرو هغو همغږو اقداماتو چې د سولې پروسې لپاره ګټور تمام شي، ملاتړ کوي.
دويم: د سولې عالي شوار له هر هغه حرکته چې هم نظري او د يو بل منل پياوړي کوي، تاييدوي او له هغه سره مرسته خپله وجيبه بولي. همدارنګه ياده شورا هر هغه حرکت او نوښت چې د سولې بهير او ملي وفاق ته زيان رسوي، مردود شمېري او له هغه سره له هر راز مرستې ډډه کوي.
درېيم: په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون د يو ضرورت پر اساس دی او د هغوى وتل هم د سولې بهير او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پرمختګ پورې تړاو لري.
د سولې عالي شورا د دې په تاييد سره چې د بهرنيو ځواکونو وتل د افغان دولت او د طالبانو تحريک ترمنځ د خبرو په اجنډا کې ځاى لري، تاييدوي چې دغه تصميم به د افغانستان خلکو ته د ترهګريزو شبکو د ګواښ د لرې کېدو او له طالبانو سره د تلپاتې سولې په بهير کې تر پرمختګ وروسته نيول کېږي.
څلورم: د سولې عالي شورا په مسکو کې د غير رسمي ناستې بحثونه او قطعنامه په دقت سره مطالعه کوي او هر هغه ټکي چې د افغانستان د عظيم ملت د خير او فلاح او د هېواد له ملي ګټو سره مطابقت ولري، په خپلو اجرااتو کې په نظر کې نيسي.
پنځم: د سولې عالي شورا د سولې په هره مرحله کې د افغانستان د خلکو اندېښنې او غوښتنې په نظر کې نيسي او خپله وظيفه ګڼي څو هر هغه څه چې د سولې په بهير کې واقع کېږي، له هرې ممکني لارې او په خاصه توګه د رسنيو له لارې له ملت سره شريک کړي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغان سياستوالو او د طالبانو د استازو ترمنځ د مسکو دوه ورځنۍ ناسته تېره شپه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره پاى ته ورسېده.
دغه اعلاميه د ماليې د پخواني وزير حضرت عمر زاخېلوال له خوا د ناستې په پاى کې ولوستل شوه.
login or register a new account.