Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر د استیناف څارنوالۍ یو څارنوال وژل شوی

پل علم (پژاوک، ٢٠ سلواغه ٩٧): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولایت استيناف څارنوالۍ يو څارنوال پر ډزو وژلى دى.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د استيناف څارنوالۍ يو څارنوال بريالى نن سهار د مرکز پل علم اړوند د حصارک په کلي کې وژل شوى دى.

هغه وايي: ((دغه څارنوال په کلي کې په خپل موټر کې روان و چې ناپېژاندو کسانو پرې ډزې کړې، دى يې وژلى او موټر يې ترې بیولی دى.))

د احمدزي په وينا، د دې پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

دغه راز د حصارک کلي اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل چې بريالى له کوره دندې ته پر لایه و چې ډزې پرې شوې او وژل شوى دى.

د نوموړي په وينا، څارنوال بريالي له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او له تېرو ١٥ کلونو راهيسې يې په استيناف څارنوالۍ کې دنده ترسره کوله.

د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، د روان کال په لومړيو کې د لوګر ولايت نظامي څارنوال هم په يوه وسله وال بريد کې وژل شوى و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.