لومړی تعقيب- لښکرګاه (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٧): د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې تر شلو ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغه څرګندونې په مشرانو جرګه کې د هلمند استازي محمد هاشم الکوزي د سلواغې په ٢١مه رسنيو ته وکړې.
هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دغو عملياتو کې تر شلو ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغه راز د سنګين اوسېدونکي تورجان پژواک ته وويل چې دغه عمليات د ګرمام په سيمه کې ترسره شوي دي.
ده وويل چې په دغو عملياتو کې د ښځو په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي او د ښځو په ګډون اته کسان نور ټپيان دي.
په دې اړه په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکي وايي چې له يادې پېښې دوى ته څلور ټپيان ور وړل شوي چې دوه په کې ښځې دي.
خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د سنګين ولسوالۍ د څاروان کلا په پوزې سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٢٥ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، چاودېدونکي توکي، مهمات او وسایط هم نيول شوي او له منځه وړل شوي دي.
د ځواک د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه: ((تر اوسه څرګنده نه ده چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله څه ډول اوښتې ده.))
ده وويل چې ډېر ژر به يو پلاوى وټاکل شي، څو د دې پېښې په اړه څېړنې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن