Language

د ناټو سازمان د دفاع وزيران د افغانستان وروستي حالات ارزوي

کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٧): د ناټو سازمان د دفاع وزيرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې به د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان وروستي حالات هم و ارزول شي.

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان يوه چارواکي د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د سلواغې په ٢٤مه (د فبرورۍ په ١٣مه) پيلېږي.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې به د سازمان د ټولو ٢٩ غړو هېوادونو د دفاع وزيران ګډون کوي.

د ناټو د دغه چارواکي په خبره چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ناټو اړوند موضوعاتو، ننګونو او پرمختګونو باندې په تفصيل سره خبرې کېږي.

دغه راز سرچينې زياته کړې چې له روسيې سره د سازمان پر اړيکو او د روسيې له خوا د ميزايلو له تړونه د وتلو په اړه هم بحث کېږي.

د ناټو ياد چارواکي وويل چې د دفاع وزیرانو غونډې په دويمه ورځ به په افغانستان، عراق او کوسوو کې د ناټو عمليات او ماموريتونه و ارزول شي.

د سرچينې په وينا، د دفاع وزيران به په ځانګړې توګه د افغانستان وروستي حالات او د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې روانه پروسه و ارزوي.

login or register a new account.

Related Topics