Language

خليزاد: په بين الافغاني مذاکراتو کې د افغان ښځو ګډون اړين دى

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي کابل ته په خپل وروستي سفر کې د افغان ښځو د مدني ټولنې له استازو سره ليدلي دي.

خليلزاد د سلواغې په ٢٩مه پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې د افغانستان د تېرو ١٧ کلونو په پرمختګونو کې د ښځو رول او ونډه ډېره مهمه او د پام وړ وه.

هغه زياته کړې، د ښځو ازادۍ، د بيان ازادۍ او په نورو پرمختګونو کې د ښځو لاسته راوړنې به په سمه توګه ساتل کېږي.

د امريکا ځانګړي استازي خليلزاد په ډاګه کړې چې امريکا له افغان ښځو سره ولاړه ده او په پراخ بين الافغاني مذاکراتو کې د افغان ښځو ګډون اړين دى.

د امريکا ځانګړى استازى په خپل دغه تازه سفر کې تر اوسه له ولسمشر اشرف غني، ډاکتر عبدالله عبدالله او د سولې شورا له غړو سره هم ليدلي دي.

login or register a new account.