کابل (پژواک،۳۰ سلواغه ۹۷): د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په کابل ښار کې یې د دوو جلا پېښو په ترڅ کې اته انسان تښتوونکي نیولي دي.
د یاد ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې، راغلي چې دغه کسان د کابل ښار په پنځمې او دولسمې امنیتي حوزې کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د سرچینې په حواله، په عملیاتو کې لومړۍ د محمد یار په مشرۍ د انسان تښتونې یوې ډلې د کابل ښار په دولسمه حوزه کې د وسیم الله په نوم لس کلن ماشوم تښتولی او وروسته یې وژلی و.
سرچینې لیکلي، له دې قضیې سره د تړاو په تور یې د محمد یار، راحت ګل مشهور په فرهادي لغماني، صفت الله، رفېع الله، احمد الله او سید حسین نیولي او نیول شوو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.
دغه راز د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په بل عملیات کې یې د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د حبیب الله او احمد ضیاء په نومونو دوه انسان تښتوونکي نیولي دي.
سرچینې وویل، یاد دوه کسان هغه مهال د امنیت د منسوبینو له خوا نیول شوي چې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې یې د شهزاده سرای د صرافۍ منشي احمدګل اختطاف کړی او غوښتل یې چې نوموړی د پروان د جبل السراج ولسوالۍ ته انتقال او هلته یې وساتي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغو کسانو د نیول شوي کس د خوشې کېدو په بدل کې د نوموړي له کورنۍ څخه د پیسو غوښتنه کوله چې له پیسو ترلاسه کولو مخکې د ملي امنیت د سرتېرو له خوا نیول شوي او اختطاف شوی کس یې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
په خبرپاڼه کې د یادې پېښې وخت نه دی ښودل شوی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن