کابل(پژواک،۲ کب ۹۷): د ملي امنیت عموي ریاست په کابل کې د طالبانو د یوې څلور کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې نن پژواک ته رارسېدلې ويل شوي چې دغه کسان د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړونده سیمه کې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې په عملیاتو کې نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د نیول شوو کسانو نومونه عبدالله، میوند، همایون او فریدالله ښودل شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، د یادې ډلې غړو منلې چې په پغمان ولسوالۍ کې یې د اسدالله نصرت په نوم د طالب قوماندان په امر یې د کابل ښار په پنځمې ناحیې او پغمان ولسوالۍ کې ماینونه خښول، وسله والې غلاوې، ترور، د خلکو ځورولو او شوکمارۍ فعالیتونه يې ترسره کول.
په خبرپاڼه کې د نیول شوو کسانو په حواله ویل شوي، د کابل ښار او پغمان ولسوالۍ په سیمو کې یې شاوخوا اویا ماینونه ځای پر ځای کړي او چاولي دي او تر څنګ یې د هدفي ترور درې پېښې هم تر سره کړې دي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، دغو کسانو د کابل ښار په زیاتره وسله والو غلاوو کې لاس درلود او د عامه ګټو څو مرکزونه لکه روغتونونه او نور ملکي ځایونه یې په نښه کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې نیول شوي کسان کسانو له نظامي یونیفورم څخه په استفاده د کابل په ولسوالیو کې چک پاینټونه جوړ او شوکمارې یې کوله.
سرچینې د نیول شوو کسانو د وخت په اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP