ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په کابل کې د طالبانو ديوې شبکې څلور غړي نیول شوي”

“په کابل کې د طالبانو ديوې شبکې څلور غړي نیول شوي”

author avatar
21 Feb 2019 - 18:52
“په کابل کې د طالبانو ديوې شبکې څلور غړي نیول شوي”
author avatar
21 Feb 2019 - 18:52

کابل(پژواک،۲ کب ۹۷): د ملي امنیت عموي ریاست په کابل کې د طالبانو د یوې څلور کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

 د یاد ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې نن پژواک ته رارسېدلې ويل شوي چې دغه کسان د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړونده سیمه کې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې په عملیاتو کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې د نیول شوو کسانو نومونه عبدالله، میوند، همایون او فریدالله ښودل شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د یادې ډلې غړو منلې چې په پغمان ولسوالۍ کې یې د اسدالله نصرت په نوم د طالب قوماندان په امر یې د کابل ښار  په پنځمې ناحیې او پغمان ولسوالۍ کې ماینونه  خښول، وسله والې غلاوې، ترور، د خلکو ځورولو او شوکمارۍ فعالیتونه يې ترسره کول.

په خبرپاڼه کې د نیول شوو کسانو په حواله ویل شوي، د کابل ښار او پغمان ولسوالۍ په سیمو کې یې شاوخوا اویا ماینونه ځای پر ځای کړي او چاولي دي او تر څنګ یې د هدفي ترور درې پېښې هم تر سره کړې دي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، دغو کسانو د کابل ښار په زیاتره وسله والو غلاوو کې لاس درلود او د عامه ګټو څو مرکزونه لکه روغتونونه او نور ملکي ځایونه یې په نښه کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې نیول شوي کسان کسانو له نظامي یونیفورم څخه په استفاده د کابل په ولسوالیو کې چک پاینټونه جوړ او شوکمارې یې کوله.

سرچینې د نیول شوو کسانو د وخت په اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.