مزارشريف (پژواک، ۱۱ کب ۹۷): د مزارشريف اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې د بلخ د ولايتي شورا ډېری غړي د خپلې رسمي دندې پر ځای پر شخصي او سياسي کارونو بوخت دي او غونډو ته نه حاضرېږي.
دوی شکايت کوي چې د ولايتي شورا ډېری دغه غړي خپلو دندو ته نه حاضرېږي چې له امله يې د مؤکلينو چارې ځنډېږي.
د بلخ ولايتي شورا رييس هم تاييدوي چې ځيني وخت کارونه پرې زياتېږي خو دا مني چې ګني د مؤکلينو چارې دې د ډېر وخت لپاره ځنډېدلې وي.
ولايتي شوراګانې په ولايتونو کې تر ټولو لوړ ولسي ادرسونه وي چې د ازادو او شفافو ټاکنو له لارې ورته غړي معرفي کېږي.
ولايتي شوراګانې تر ډېره ولايتونو کې له خلکو سره ټولنيزو، حقوقي او بيلابېلو ستونزو په حل کولو کې مرسته کوي.
خو د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي چې له تېرو شپږ مياشتو راهيسې د بلخ ولايتي شورا ډېری غړي خپلو دندو ته نه حاضرېږي.
په بلخ کې د مدني ټولنو د اتحاديې مشر عبدالحميد صفوت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ ولايتي شورا د ډېری غړو د غير حاضرۍ له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هغه په خبره، ياد وکيلان ډېری وخت خپلو دندو ته د پاملرنې پر ځای په شخصي او سياسي مسايلو کې بوخت دي چې له امله يې د خلکو شکايتونه پورته شوي دي.
صفوت زياته کړه: ((مزارشريف کې د مدني ټولنو اتحاديې ته هم زياتو خلکو شکايت کړی او دا يې ويلي چې د بلخ ولايتي شورا کې د وکيلانو د غير حاضرۍ له امله يې چارې په ورځو ورځو ځنډېدلي وي.))
login or register a new account.