مزارشريف (پژواک، ۱۱ کب ۹۷): د مزارشريف اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې د بلخ د ولايتي شورا ډېری غړي د خپلې رسمي دندې پر ځای پر شخصي او سياسي کارونو بوخت دي او غونډو ته نه حاضرېږي.
دوی شکايت کوي چې د ولايتي شورا ډېری دغه غړي خپلو دندو ته نه حاضرېږي چې له امله يې د مؤکلينو چارې ځنډېږي.
د بلخ ولايتي شورا رييس هم تاييدوي چې ځيني وخت کارونه پرې زياتېږي خو دا مني چې ګني د مؤکلينو چارې دې د ډېر وخت لپاره ځنډېدلې وي.
ولايتي شوراګانې په ولايتونو کې تر ټولو لوړ ولسي ادرسونه وي چې د ازادو او شفافو ټاکنو له لارې ورته غړي معرفي کېږي.
ولايتي شوراګانې تر ډېره ولايتونو کې له خلکو سره ټولنيزو، حقوقي او بيلابېلو ستونزو په حل کولو کې مرسته کوي.
خو د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي چې له تېرو شپږ مياشتو راهيسې د بلخ ولايتي شورا ډېری غړي خپلو دندو ته نه حاضرېږي.
په بلخ کې د مدني ټولنو د اتحاديې مشر عبدالحميد صفوت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ ولايتي شورا د ډېری غړو د غير حاضرۍ له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هغه په خبره، ياد وکيلان ډېری وخت خپلو دندو ته د پاملرنې پر ځای په شخصي او سياسي مسايلو کې بوخت دي چې له امله يې د خلکو شکايتونه پورته شوي دي.
صفوت زياته کړه: ((مزارشريف کې د مدني ټولنو اتحاديې ته هم زياتو خلکو شکايت کړی او دا يې ويلي چې د بلخ ولايتي شورا کې د وکيلانو د غير حاضرۍ له امله يې چارې په ورځو ورځو ځنډېدلي وي.))
هغه د بلخ ولايتي شورا پر رياست غږ وکړ چې د خلکو ستونزو او شکايتونو ته دې رسېدنه وکړي.
نوموړي دا هم وويل چې د بلخ ولايتي شورا يو شمېر وکيلانو پارلماني ټاکنو ته ځانونه کانديد کړي وو چې له امله يې د دې شورا په چارو کې يوه خلا رامنځته شوې ده.
د صفوت په خبره، که حالت همداسې دوام وکړي نو د خلکو تر منځ به د بلخ ولايتي شوار موجود حيثيت او درناوي ته زيان ورسېږي.
د مزارشريف اوسېدونکی عزيزالله چې په ښار کې ټکسي چلوي، د بلخ ولايتي شورا ته د خپل يوه ټولنيز مشکل د حل لپاره بار بار ورغلی، خو د وکيلانو د غير حاضرۍ له امله يې ستونزې ته رسيدګي نه ده شوې.
هغه پژواک ته وويل چې يادې شورا ته له څو ورځو پرله پسې مراجعې او ستړيا وروسته ډېر مايوسه شوی دی.
نوموړي زياته کړه: ((وکيلانو ته موږ د همدې لپاره رايه ورکړه چې د ستونزې په وخت کې مو تر خوا ودرېږي، منډه راسره وکړي او د حل لارې را وښيي، خو بدبختانه زموږ وکيلان چې کله له خلکو رايه واخلي او بريالي شي؛ بيا نو يې ولس هېر وي او ټول وخت په خپل شخصي کاروبار او ګټو وټو بوخت وي.))
عزيزالله په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې وکيلان بايد هغه چارې ترسره کړي چې له امله يې خلکو دوی ته رايې ورکړي.
د هغه په وينا، کوم وکيلان چې د خلکو ستونزې نه شي حل کولای او يا هم ټول وخت په خپل شخصي کاروبار کې مصروف وي، بايد له شورا څخه استعفا وکړي او دغه ځای داسې چا ته پرېږدي چې د ولس غم ورسره وي.
نوموړي د بلخ له خلکو هم غوښتنه وکړه چې راتلونکو ټاکنو کې هغو کسانو ته رايه ورکړي چې خپلې دندې ته ژمن وي او د خلکو د ستونزو د حل کېدو فکر ورسره وي.
سلطان محمد د مزارشريف ښار يو بل اوسېدونکی دی چې د بلخ ولايتي شورا د دروازې تر څنګ يې يوه ديوال ته تکيه وهلې او د خپل وکيل راتلو ته لار څاري.
هغه پژواک ته وويل چې يوه اوونۍ کېږي دغې شورا ته مراجعه کوي، خو تر اوسه يې هېچا غږ نه دی اورېدلی.
نوموړي وويل: ((يو کس ته مې پيسې قرض ورکړې وې، اوس يې بېرته نه راکوي، حوزې کې مې عريضه پرې وکړه، ومې ليدل چې هلته هم څو زما غږ نه اوري؛ نو د خپل حق اخيستو په خاطر مې ولايتي شورا ته مراجعه کړې، دلته هم دا يوه اونۍ کېږي چې هره ورځ رامنډې وهم، کله يو وکيل غير حاضر وي او کله بل وکيل، حيران يم چې څه وکړم.))
د سلطان محمد په وينا، د وکيلانو دنده ده چې هر وخت خپلو دندو ته حاضر وي او د خلکو غږ واوري.
د هغه په خبره، خلک بايد د ټاکنو پر مهال هغو کسانو ته رايه ورکړي چې د ملت غم ورسره وي او ټول پام يې د خلکو د ستونزو حل کولو پر لور وي.
به مزارشريف کې د ښځو حقونو يوه فعاله فاطمه عليزاده هم د خلکو د شکايتونو پخلی کوي او وايي چې ډېری وکيلان خپلو دندو ته پر وخت نه حاضرېږي.
هغې پژواک ته وويل چې د ټاکنو پر مهال خلک په همدې هيله خپله رايه کاروي او په پارلمان او ولايتي شورا کې خپل استازي ټاکي چې په وينا يې راتلونکي کې يې ستونزې حل شي.
د هغې په وينا، خلک حق لري چې د وکيلانو د غير حاضرۍ پر مهال خپل غږ پورته کړي او له وکيلانو څخه غوښتنه وکړي چې ستونزو ته يې رسېدنه وکړي.
مېرمن عليزاده زياتوي چې د ولايتي شورا وکيلان د کمپاينونو پر مهال خلکو ته ډېرې وعدې ورکوي خو په خبره يې چې له کاميابۍ وروسته يې بيا ټول هېرېږي.
هغه غوښتنه کوي چې د بلخ ولايتي شورا وکيلان بايد د مسووليت احساس وکړي او پر خپل وخت خپلو دندو ته حاضر شي.
د هغې په خبره، که وکيلان بيا ځلي له خلکو د رايې اخيستو تمه لري، نو بايد په اوسني امتحان کې ځانونه بريالي کړي او پر دوی باندې د خلکو له منځه تللی باور بېرته را ژوندی کړي.
په ورته وخت کې د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد بيا تر يوه بريده د خلکو شکايتونه تاييدوي، خو په دندو کې د ولايتي شورا د وکيلانو ناغېړي او غېر حاضري په کلکه ردوي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ ولايتي شورا په ولس کې له پراخ باور څخه برخمنه ده او په وينا يې چې هره ورځ له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ کسانو پورې دغې شورا ته مراجعه کوي.
د هغه په خبره، په مسلسل ډول د مراجعينو ستونزې اورېدل کېږي او بيا هغو ادارو سره تماس نيول کېږي چې زموږ د مراجعينو کارونه پکې بند وي.
حديد زياتوي چې ولايتي شورا د بلخ د خلکو کور دی او دوی هڅه کوي چې د خلکو لخوا پر دوی شوی باور وساتل شي.
د بلخ ولايتي شورا رييس د خلکو د شکايتونو لوی لامل د دې شورا د غړو کموالی په ګوته کوي.
هغه وويل: ((بلخ ولايتي شورا ۱۹ غړي درلودل، خو متاسفانه چې اوس ۱۱ کسان دي، يو کس په رسمي ډول د شورا غړيتوبه محروم کړای شو، يوه تن دولتي وظيفه تر لاسه کړه او د دغې شورا ۶ تنه نورو غړو تېرو پارلماني ټاکنو کې د برخه اخيستو په موخه استعفاوې کړې دي.))
د حديد په خبره، هغه چاره چې د ۱۹ کسانو له خوا بايد ترسره شوې وای، اوس يې د بلخ ولايتي شورا د ۱۱ کسانو له خوا ترسره کوي.
د هغه په خبره، دوی د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي خو دا هم مني چې د کار زيات فشار ورباندې دی او له همدې امله ممکن د ځينو مراجعينو کار د لږ وخت لپاره ځنډېدلی وي.
هغه دا هم وويل چې ځيني وخت حتی د ماښام تر ۶ بجو پورې د بلخ ولايتي شورا دروازه د خلکو پر مخ پرانيستې وي.
د ټاکنو قانون له مخې، که چېرې د ولايتي شورا کوم غړی د يادې شورا د کاري دورې په وروستي کال کې استعفا کوي او يا هم د بېلابېلو دلايلو له امله د شورا له غړيتوب څخه محرومېږي، نو پر ځای يې بل کس شورا ته نه شي راتللی.
همدا دليل دی چې د بلخ ولايتي شورا ۸ تنه غړي له دغې شورا څخه وتلي؛ خو پر ځای يې نوي کسان نه دي معرفي شوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










