کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٧): د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي د طالبانو له مرستيال او د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.
د طالبانو له خوا د کب په ١٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ليدنه تېر ماښام د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې ده.
سرچينې زياته کړې، د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله د ملا برادر اخند ليدو ته ورغلي وو او هلته يې له نوموړي او ورسره مل پلاوي سره ليدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په ياده غونډه کې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير د ملا برادر اخند پر ليدو خوښي وښوده او د خپل هېواد د ولسمشر احترامات يې ورته وړاندې کړل.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، د ازبکستان پلاوي وويل: ((موږ په افغانستان کې د سولې لپاره هر راز همکارۍ ته تيار يو، همدا ډول کوښښ کوو چې د افغانستان د خلکو د ښېرازۍ لپاره هلته په اقتصادي برخه کې کار وکړو او د افغانستان په چارو کې د هېڅ راز مداخلې اراده نه لرو.))
سرچينې زياته کړې، ورپسې ملا برادر اخند د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير او ملګري پلاوي څخه مننه وکړه او وې ويل چې د ازبکستان له ټولو هغو اقداماتو هرکلی او مننه کوي چې د افغانستان د سولې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې يې کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP