کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٧): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي چې د افغان سولې په مذاکراتو کې د مرستې او همکارۍ لپاره ښايي په نږدې وخت کې قطر ته ولاړ شي.
پومپيو دغه څرګندونې په امريکا کې د زده کوونکو يوې غونډې ته د وينا پر مهال کړې او په دې تړاو يې د خپل ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د روانو هڅو ستاينه کړې ده.
هغه په خپلو خبرو کې وسله والو طالبانو ته ترهګر ويلي، خو هيله يې څرګنده کړې چې له دغې ډلې سره به روانې خبرې ښې پايلې ولري.
پومپيو ويلي: ((امريکا هڅه کوي چې له ترهګرو طالبانو سره مذاکره وکړي او يوې داسې حل لارې ته سره ورسېږي چې حاصل يې له جګړې او تاوتریخوالي پرته يو داسې افغانستان چې له هغه ځايه امریکا ونه ګواښل شي او د ټولو افغانانو د ښځو او ماشومانو په ګډون حقونه مراعات شي، رامنځته شي.))
د هغه په وينا، د افغانستان د سولې خبرو اترو بهير ډېر پېچلی دی، که چېرې د سيمه ييزو لوبغاړو ونډه هغې ته ور اضافه کړي، دغه بهير لا پېچلی کېږي.
پومپیو هيله ښودلې چې خليلزاد له طالبانو سره په خبرو اترو کې پرمختګ وکړي او د افغانستان ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب او امریکايي استازي په قطر کې په سلا مشورو بوخت دي.
سرچینې وايي چې دواړه لوري ځینو هوکړو ته سره رسېدلي، خو تر اوسه د دغو هوکړو جزئيات نه دي روښانه شوي.
login or register a new account.