Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر نوي امنیه قوماندان د امنیت راوستو او له فساد سره د مبارزې ژمنه وکړه

پل علم (پژواک، ١٥ کب ٩٧): د لوګر نوى امنيه قوماندان وايي چې د سالم مديريت رامنځته کول، د امنيت ټينګښت او له اداري فساد سره مبارزه يې په کاري لومړيتوبونو کې دي.

سمونوال رحم خدا مُخلص د لوګر د نوى امنيه قوماندان په توګه د کب په ١٥مه د دغه ولايت اوسېدونکو ته معرفي شو.

مخلص وويل چې د لوګر د امنيت ټينګښت لپاره به له هېڅ ډول قربانۍ ډډه ونه کړي او تر څنګ به يې د سالمې ادارې رامنځته کولو لپاره له اداري فساد سره هم جدي مبارزه کوي.

هغه زياته کړه: ((زه د یوه پولیس افسر په توګه خپله دنده پیلوم، حکومت او ولس ته ډاډ او ژمنه ورکوم چې امنيت به ټينګوم.))

نوموړي د پوليسو په ليکو پر اصلاحاتو او له نشه يې توکو سره پر مبارزې د ټينګار تر څنګ وويل چې د پوليسو او خلکو ترمنځ د باور يوه سالمه فضا رامنځته کوي.

په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت استازي پاسوال محمد داوود امين وويل چې امنيتي ځواکونه د هېواد او هېوادوالو د امنيت د تامين لپاره قربانۍ ورکوي، نو بايد خلک ورسره اړينه همکاري وکړي.

هغه زياته کړه: ((امنيتي ځواکونه زموږ ملي ارزښتونه دي، خو هغه څوک چې د دوى پر وړاندې جګړه کوي، هغوی ياغيان او باغيان دي.))

همدارنګه په دې غونډه کې د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ کچه لوړه ده، نوى امنيه قوماندان يې بايد د کنټرول لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

ستانکزى وایي: ((هر کال د پسرلي په راتګ او د هوا په ګرمېدو سره د لوګر امنیت ډېر خرابېږی او د کابل ګردېز پر لویه لار هم د وسله والو طالبانو تحرکات ډېرېږي، نو له امنیتي ادارو مو غوښتنه دا ده چې سر له اوسه د امنيت د تامين لپاره کار شروع کړي.))

د يادونې ده، له سمونوال رحم خدا مخلص څخه وړاندې پاسوال محمد ابدالي د يوه کال لپاره د لوګر د امنيې قوماندان په توګه دنده ترسره کړه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.