Language

ولسمشر غني کونړ ولايت ته رسېدلى

کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٧ ): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار له يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره  د کونړ مرکز اسعد اباد ښار ته رسېدلى دى.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر به د کونړ د عامې روغتيا رياست اداري ودانۍ پرانيزي او د دوه سوه بستریز روغتون د بنسټ ‌‌‌‌‌‌ډبره به کېږدي.

هغه زياته کړه، د دې تر څنګ به ولسمشر د کونړ ولايت له مشرانو، متنفذينو، علماوو، ځوانانو او ښځو سره هم جلا جلا کتنې ولري.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي چې ولسمشر به د ۷۷۷ ميليونه افغانيو په ارزښت د اتو رغنیزو پروژو پرانيسته کوي.

کونړ ته د ولسمشر اشرف غني د سفر نور جزئيات به وروسته خپاره شي.

login or register a new account.