کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٧): د ملګرو ملتونو سرمنشي هيله ښودلې چې د افغان سولې په برخه کې روانې هڅې به د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات لپاره لاره هواره کړي.
نوموړي دغه څرګندونې پرون په یاد سازمان کې د افغانستان له ځانګړې استازې مېرمن عادلې راز سره په ليدنه کې کړې دې.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ماموريت له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مېرمن راز چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لومړۍ سفيره ټاکل شوې، پرون يې خپل باورلیک سرمنشي انتونيو ګوتریس ته وړاندې کړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې ليدنې پر مهال ويلي چې د افغانستان د سولې پروسه په ډېرې لېوالتيا له نږدې څاري.
هغه زياته کړې، پراخ بنسټه او بريالۍ سوله به افغانستان تلپاتي امنيت، ثبات او سولې پر لور بوځي.
نوموړى وايي چې افغانستان له حساسو حالاتو سره مخ دی او دغه هېواد له نړيوالې ټولنې سره په بېلابېلو برخو کې ګډ کارونه پر مخ بيايي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې مېرمن عادلې راز ويلي، افغانستان چې د ملګرو ملتونو يو له بنسټ اېښودونکو هېوادونو دى، د دغه سازمان له اجنډا کلک ملاتړ کوي.
هغې زياته کړې، افغانستان د تېرو ١٧ کلونو لاسته راوړنو، په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو هم کلکه دفاع کوي.
مېرمن راز وايي چې افغانستان د تېر کال وچکالۍ سخت ځپلى او په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې پاملرنې ته اړتيا لري.
login or register a new account.