مزارشريف- کابل (پژواک، ٢٣ کب ٩٧): د عطاءمحمد نور له مخالفت سره سره د بلخ ولايت نوى امنيه قوماندان مزارشريف ته رسېدلى او ډېر ژر به معرفي شي.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سادات په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د بلخ ولايت خراب امنيتي حالت ته په کتو ولسمشر اشرف غني د پوليسو د ٢٢٢ ځانګړې قطعې قوماندان د بلخ د نوي امنيه قوماندان په توګه ټاکلى دى.
هغه زياته کړه، له بده مرغه پخواني امنيه قوماندان اکرم سامع چې د دغه ولايت د امنيتي وضعیت په مديريت او بهترۍ کې پاتې راغلی، نه غواړي چې له دندې لرې شي او د دولت پر وړاندې يې د مقاومت ګواښ کړی دی.
جنرال سادات ويلي: ((نوی امنيه قوماندان د ٣٣٣ کومانډو ځواکونو د ځانګړې قطعې په بدرګه مزار شريف ښار ته رسېدلی او امنيې قوماندانۍ ته په لاره دی. د مزارشريف ښار وضعيت کاملاً کنټرول دی او هېڅ ډول اندېښنه نشته.))
د نوموړي په وينا، له کابله به هم حمايوي ځواک ډېر ژر ور ورسېږي، د مزارشریف درانه ښاریان دې اندېښنه نه کوي، د ولسمشر د حکم په تطبيق کې به هېڅ ډول ځنډ نه کېږي او د هغه له هدایت سره سم به حکم پلی کېږي.
دغه راز د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل هم پژواک اژانس ته وويل چې امنيه قوماندان مبارز پرون ماښام مزارشريف ته رسېدلى او دمګړۍ د بلخ د پولیسو ځانګړې قطعې په مرکز کې له کابله له راغلي پلاوي سره يو ځای مېشت دی.
د هغه په وينا، د بلخ نوی امنيه قوماندان له پخواني قوماندان محمد اکرم سامع سره په يوه الوتکه کې مزار ته راغلی و او د پخواني قوماندان هرکلي ته خلک ورغلي وو چې له امله يې په ټولنيزو رسنيو کې افواهات خپاره شوي.
وړاندې له دې داسې ويل کېدل چې نوي امنيه قوماندان ته له هوايي ډګره د باندې وتلو اجازه نه ورکول کېږي.
د بلخ پخواني والي او د جمعيت يوه مشر عطامحمد نور پرون يوې غونـډې ته د وينا پر مهال د نوي امنيه قوماندان له معرفي کېدو سره مخالفت کړی و.
بلخوا د نور په فيسبوک کې د بلخ د ښاريانو په نوم يوه اطلاعيه خپره شوې ده چې په کې يې له خلکو غوښتي چې نن دې خپلو دندو ته نه ځي او سوداګرو دې خپله سوداګري او دوکانداران دې خپل دوکانونه بند وساتي.
هغه ولسمشرۍ ماڼۍ له شوې پرېکړې پر سرغړونې تورن کړى او ادعا يې کړې چې د دوى پر وړاندې ناوړه دسيسې پلې پیلوي.
په بلخ کې د شاهين قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د بلخ د امنيت لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.
login or register a new account.