Language

داوودزي او جواد ظريف د سولې او مشورتي جرګې په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٧): د سولې په تړاو د ولسمشر استازي محمد عمر داوودزي په تهران کې د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف سره پر سولې او مشورتي جرګې خبرې کړې دي.

د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري د کب په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې داوودزى نن سهار له يوه پلاوي سره تهران ته رسېدلى دى.

هغه زياته کړه، د سولې په تړاو د سيمه ييزې اجماع رامنځته کولو په اړه د ولسمشر استازى او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس عمر داوودزي نن د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف او سياسي مرستيال عراقچي سره وليدل.

طاهري وايي چې د دې ليدنې پر مهال دواړو لورو د افغانستان د سولې پر روانې پروسې خبرې وکړې او داوودزي ورته د سولې مشورتي جرګې په اړه بشپړ معلومات ورکړل.

د نوموړي په وينا، دغه راز په دې ليدنه کې  د افغانستان په مشرۍ، مالکيت او محوريت کې د سولې له پروسې سره د ايران د ملاتړ په اړه خبرې وشوې چې ايران په دې برخه کې د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ.

د سولې شورا وياند وايي چې ايران د سولې د روانو هڅو په ترڅ کې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت او د سولې له مشورتي جرګې خپل ملاتړ اعلان کړ.

ټاکل شوې چې داوودزى سبا به د دغه هېواد د ملي امنيت شورا له سلاکار او ځينو نورو چارواکو  سره هم وګوري.

login or register a new account.