Language

​هند: افغانستان باید په سياسي چوکاټ کې انتخابي حکومت ولري

کابل (پژواک، ٢٥ کب ٩٧): هندوستان له امريکا غوښتي چې له افغانستانه د ځواکونو له ايستلو وروسته بايد هلته په سياسي چوکاټ کې يو انتخابي حکومت رامنځته شي.

هندي رسنيو د کب په ٢٥مه خبر ورکړى چې دغه څرګندونې د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وجي شوکلا په واشنګټن کې د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

خليلزاد هم تېره شپه په ټويټر کې ليکلي چې د هند د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره يې د افغان سولې پر وروستيو هلو ځلو خبرې کړې خو جزئيات يې نه دي په ډاګه کړي.

خو د امريکا ځانګړي استازي په ډاګه کړې چې د افغان سولې په تړاو پيل شوې هلې ځلې يې په سم ډول روانې دي.

په نوي ډيلي کې د هند ډيپلوماتيکو سرچينو ويلي چې شوکلا له زلمي خليلزاده غوښتي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته بايد هلته په سياسي چوکاټ کې يو انتخابي حکومت رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې  د افغانستان د ځينو سياسي مشرانو په ګډون پاکستان او امريکا هڅه کوي چې موقت حکومت رامنځته کړي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب څو ورځې مخکې امريکا ته د سفر پر مهال پر خليلزاد نيوکه کړې وه چې له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرو کې يې افغان حکومت ډډې ته کړی دی.

هغه زياته کړې وه چې خليلزاد غواړي د مؤقت حکومت په جوړولو سره په افغانستان کې د واک واګې ترلاسه کړي، خو امريکا دا ادعاوې رد کړې دي.

login or register a new account.

Related Topics