Language

د مالي د دفاع وزیر د وسله‌والو ډلو په همغږو بریدونو کې وژل شوی

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۵):د راپورونو له مخې، د مالي هېواد پر څو پوځي اډو د وسله‌والو ډلو د همغږو بریدونو په پایله کې د دغه هېواد د دفاع وزیر سادیو کامارا وژل شوی دی.

دا بریدونه د شنبې په ورځ د پلازمېنې باماکو او د یو شمېر نورو ښارونو په ګډون د هېواد پر بېلابېلو سیمو ترسره شوي، چې له امله یې د امنیتي وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

پوځي سرچینو ویلي، د دې بریدونو پر مهال ګڼ پوځي تاسیسات او اډې په نښه شوي او په ځینو سیمو کې لا هم نښتې روانې دي.

د راپورونو له مخې، له القاعده سره تړلو وسله‌والو ډلو او ځینو طوارق یاغیانو د دغو بریدونو مسوولیت منلی دی. ویل کېږي چې دا بریدونه په همغږه توګه په څو ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د مالي پوځي چارواکو ویلي، سره له دې چې د بریدونو یوه برخه دفع شوې، خو امنیتي وضعیت لا هم نازک دی او د دولتي ځواکونو تصفیوي عملیات د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دوام لري.